لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل ته د نړیوال عدالت حکم اسرایل غندلی خو ډېرو هېوادونو ستایلی دی


د انصاف نړیوال عدالت پرونۍ پرېکړه چې اسرایل ته یې امر وکړ په رفح ښار کې دې پوځي عملیات سمدستي ودروي، جنوبي افریقې او حماس ستایلې خو اسرایل غندلې ده او ځینو نورو هېوادونو یې هم هرکلی کړی دی.

د انصاف نړیوال عدالت د جمعې په ورځ له حماس سره د یرغمل کسانو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه هم کړې وه او دا غوښتنه له هغه څو ګنټې وروسته وه چې اسرایل وویل پوځ یې له شمالي غزې د درو نورو یرغمل کسانو مړي تر لاسه کړي دي.

د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزارت د انصاف د نړیوال عدالت حکم ستایلی دی. د دې هیواد د نړیوالو اړیکو او همکارۍ ادارې مشر زان ډانګور په یو بیان کې ویلي، د ای سي جې دا حکم "په حقیقت کې د ډزبندۍ غوښتنه ده".

ښاغلي ډانګور زیاته کړې ده چې دا حکم د غزې په جګړې کې مهم اړخ [اسرایل] ته امر کوي چې د فلسطیني ولس په خلاف تېری بند کړي.

د یورپي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل ویلي چې د انصاف نړیوال عدالت له حکم وروسته دا اتحاد باید خپل دریځ او ځواب روښانه کړي. ښاغلي بوریل ويلي:

"زمونږ دریځ به څه وي؟ مونږ باید د اسرایل او قانون د واکمنۍ د نړیوالو ادارو د ملاتړ تر منځ یو انتخاب کړو".

د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د نړیوال عدالت پرېکړه ستایلې ده. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي په یو بیان کې ویلي:

"د انصاف نړیوال عدالت یو ځل بیا د اسرایل جنګي جرم بربنډ کړ، د اسرایل حکومت نړیوال قانون ته په سپکه ګوري او د عدالتونو حکمونه نه مني".

د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې له اسرایل غوښتي هغه اقدامات دې عملي‌ کړي چې د انصاف نړیوال عدالت په ګوته کړي دي.

اردن او مصر دواړو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، له خپل نړیوال اغېزه دې ګټه واخلي او پر اسرایل دې زور وکړي چې په رفح کې پوځي عملیات او په غزه کې روان بشري ناورین ختم کړي.

له دې پرته بلجیم، کېنېډا، ناروې، سعودي،‌ ترکیې او پاکستان هم د انصاف د نړیوال عدالت د پرېکړې هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې ده چې باید سمدستي پرې عمل وشي او د رفح په ګډون په غزه کې پوځي عملیات ودرول شي او ډزبندي وشي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش ویاند سټیفن ډوجاریک هم پرون ویلي، د عدالت د پرېکړو عملي کېدل لازمي‌ دي او باور لري چې ښکېل اړخونه به پر وخت د ای سي جې تازه حکم پر ځای کړي.

د فلسطیني ادارې ویاند نبیل ابو ردینه د انصاف نړیوال عدالت پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې دا په غزه کې د جګړې بندولو لپاره د نړیوالو د ګډې رایې استازیتوب کوي.

که څه هم د ای سي جې دا حکم په غزه کې د جګړې بندولو لپاره پر اسرایل فشارونه زیاتوي خو اسرایل بیا ددې د عدالت له حکم وروسته د جمعې په ورځ وویل عمل به پرې ونه کړي.

د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نیتناهو دفتر او د بهرنیو چارو وزارت په ګډ بیان کې د انصاف نړیوال عدالت دا حکم غندلی او پر اسرایل د جنوبي افریقې لګېدلي د فلسطینیانو د "قتلِ عام" تورونه یې "ناسم، کرکجن او تېري کوونکي" بللي دي.

فلسطیني وسلوالې ډلې حماس، چې له 2007م کال راهیسې پر غزې پټۍ واکمنه ده، په رفح کې د اسرایل د عملیاتو درېدو په اړه د انصاف د نړیوال عدالت د امر هرکلی کړی او د غزې د نورو برخو په اړه د داسې امر نه کولو باندې یې پر عدالت نیوکې کړې دي.

د تېر کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرایل د حماس په بریدونو کې 1,200 تنه وژل شوي او 252 یرغمل کړی شوي وو. د اسرایل پوځ وایي په هغوی کې 121 پاته دي چې وایي 37 پکې مړه شوي دي.

د حماس تر واک لاندې د غزې روغتیا وزارت وایي د اسرایل په بریدونو کې په تېرو شاوخوا اووه نیمو میاشتو کې لږ تر لږه 35,800 کسان وژل شوی چې وایي اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG