د ميانمار په چېن ايالت کې د پوځ لخوا د هوايي بمبارۍ په نتيجه کې په سلګونو خلک د ځان ساتلو په خيال هند ته تښتېدلي.
د کډوالو يوې ډلې وي او ای ته ويلي نزدې 200 تنه هند ته تښتېدلي او د چېن د بشري حقونو تنظيم وايي د ميانمار پوځ د مخالفينو مظبوط کيمپ چې د هند پولې ته نزدې دی، په نخښه کړی.
د ياد تنظيم پروګرام منيجر سلاي منګ هري ليان وايي “د دې مياشت په وړومبو دوو اوونو کې پوځي جنتا په چېن څلور پېرې بمباري کړې”.
د بشري حقونو تنظيم چې د چېن د خلکو او نورو لږکيو ډلو د حقونو د پاره کار کوي د کال 2021 د فېبرورۍ نه کله چې پوځ واک نيولی په چېن باندې څوارلس هوايي بمبار رپورټ کړي.
د خبرونو تر مخه وروستۍ هوايي بمباري د ميانمار اير فورس په لسمه او يولسمه جنورۍ کړې چې پکې د چېن نيشنل فرنټ هېډکوارټرز کيمپ ويکټوريه په نخښه شوی.
د سلاي منګ د وينا تر مخه په بمبارۍ کې د فرنټ پينځه سپايان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي او زياته يې کړه بمبارۍ په کيمپ ويکټوريه کې د عامو خلکو کورونه او هسپتالونه هم تباه کړي.
هغه وويل په سلګونو خلک د هند او ميانمار په پوله د روانې بمبارۍ نه تښتېدلي او هند ته اوښتلي دي او وايي دا کډوال د خپل ژوند ساتلو په وسوسو کې دي او وايي کېدلی شي پوځي جنتا په راتلونکي کې په دغه خوا و شا کې نوره بمباري وکړي.
د چېن د بشري حقونو تنظيم رپورټ وايي تېره اوونۍ د بمبارۍ په وخت دوه بمونه د هند ميزورام پله پرېوتلي چرته چې د چېن په زرګونو سرپناه احستلې ده.
د چېن ايسوسي ايشن اف ميري لينډ ډايريکټر زو تم همنګ وي او ای ته ويلي “زمونږ غټه انديښنه په چېن کې د دننه کډوال شوو خلکو سر ساتنه او د هند په ميزورام کې د پناه اخستونکو حفاظت دی”.
ياد تنظيم په ليکلي بڼه وي او ای ته ويلي کم نه کم يو بم د هند په ميزورام ايالت کې په پرکوان نوم کلي پرېوتلی او د يو کليوال ټرک پکې تباه شوی. همنګ وايي هند له د ميانمار د دې عمل غندنه پکار ده.
د شمېرو تر مخه په نزدې دوه کاله 52,000 خلک هند ته تښتېدلي چې 44,000 په ميزورام کې دي او 8,000 نوي ډيلي ته کډوال شوي.
هند په ميزورام کې د بمبارۍ په اړه څه نه دي ويلي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای انګریزۍ څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي