لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوى ډيلى : منموهن سنگهـ سره درحمان ملک ليدنه


دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دخالي په ورځ دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ سره ليدنه کړې او هغه ته يې په پاکستان کې ديوې پرمختيائي پروژې دپرانستې بلنه ورکړې ده.
رحمان ملک دجمعې په ورځ نوي ډيلي ته ددغه هيواد دکورنو چارو دوزير سشيل کمار شانډى په بلنه په درې ورځني سفر رسيدلى، نوي ډيلي ته درسيدو وروستو رحمان ملک وئيلي چې هغه دغلته دمينې او امن دپيغام سره ورغلى دى.
رحمان ملک وئيلي دي چې دهغه هيواد ددواړو هيوادونو ترمينځ او ټوله سيمه کې دامن لپاره کار کول غواړي.
رحمان ملک وائي هيواد يې بيا نائن اليون، دممبۍ بريدونه يا دسمجهوته ايکسپريس چاؤدنه نۀ غواړي.
همدغه شان منموهن سنگهـ وويل هند خپل گاونډي هيواد پاکستان سره ښې اړيکې جوړول غواړي.
رحمان ملک منموهن سنگهـ ته دپاکستان ددورې او پخپله پلرنۍ سيمه کې ديوې پرمختيائي پروژې دپرانستې بلنه ورکړه.
په عين حال کې په نوي ډيلي کې دهند سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن دميلمستيا ته په وينا او وروستو ميډيا سره خبرو کې رحمان ملک وئيلي دي چې دممبۍ بريدونو کيس کې پاکستان ته دهندي گواهانو څخه دجرحې کولو اجازت ترلاسه شوى دى، دپاکستان عدالتي کميشن به ډير زر دهند دوره کوي او په 40ؤ گواهانو به جرح کوي.
هغه وويل هند دې دحافظ سعيد په ضد کلک ثبوتونه وړاندې کړي نو هم ددې ځايې څخه به هغه ونيسو.
دهغه وينا وه ځينې عناصر دپاکستان او هند ترمينځ دتندلاريتوب او مذهب په نوم ستونزې راولاړول غواړي، دواړو هيوادونو ته به دغسې عناصرو مخه نيول وي.
هغه وويل تحريک طالبان او لشکرجهنگوي پاکستان کې ترهه گري کوي او نړۍ دې دپاکستان ملگرتيا وکړي
يو هندي ټيلي ويژن چينل سره مرکه کې دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک وئيلي دي چې پاکستان او هند ته به دخپل تير وخت څخه سبق اخستل او دمستقبل په لوري نظر کول وي.
هندي ميډيا کې دپاکستان دداخله وزير په بيلا بيلو بيانونو سخته نيوکه شوې ، هغه دجمعې په ورځ په درې وځني سفر نوي ډيلي ته رسيدلى.
رحمان ملک دهند اين ډي ټي وي سره مرکه کې وويل هغه دبابري جومات دنړولو موازنه يې کله هم دنائن اليون يا ممبۍ بريدونو سره نۀ ده کړې او زياته يې کړه چې دهغه بيانونه په غلط فهمۍ کې اخستل شوي.
هغه وويل ما چې څه وئيلي وؤ هغه دا ؤ چې مونږ داسې دتکليف نه ډکې پيښې نۀ غواړو چې له امله يې اولس ته تکليف رسيږي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG