لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې په سېول هسپتال د حملې شپږ کاله وشو، په پېښه کې د وژل شویو کسانو خپلوان وايي تراوسه د انصاف په انتظار دي


د مدني ټولنې فعالانو په اتم اګست په کوټه کې د وژل کسانو په یاد کې شمعې بلې کړي دی
د مدني ټولنې فعالانو په اتم اګست په کوټه کې د وژل کسانو په یاد کې شمعې بلې کړي دی

د کوټې د سېول روغتون په پېښه کې د وژل شویو وکيلانو او نورو کسانو خپلوان وايي، د 8م اګست د 56 وژل شویو وکيلانو او نورو کورنيو تراوسه انصاف نه دی ترلاسه ګړی او نه هم په دغه پېښه د قاضي فايز عيسا د کميشن غوښتنې عملي شوي دي.

شپږ کاله وړاندې پر اتم اګست 2016 د بلوچستان په سر ښار کوټه سيول روغتون کې په ځانمرګي بريد کې 72 تنه وژل شوي او تر 100 زياته تنه پکي ټپيان شوي وو.

په وژل شوو کې 56 وکيلان ( لايرز ) او دوه د رسنيو کارکونکي ( کېمره مېنان) و،په ټپيانو کې هم زيات شمېر د وکيلانو وو.

په هغه ورځ په ځانمرګي بريد کې ټپي شوي وکيل انور نسيم کاسي وي او اې ډيوه ته وويل د اتم اګست په سهار د بلوچستان بار ايسوسيېشن مشر ايډوکيټ بلال انور کاسی د نامعلومو کسانو له لوري پر منوجان سړک په نخښه کړل شوی وو ، او د هغه جسد د کوټې سيول روغتون ته رواړل شو.

کاسي زياته کړه،" چې کله مو د د بلال کاسي صاب جسد د وړولو لپاره ايمبولنس راروغوښتو په هم دې وخت کې زوروه چاوده وشوه چې زموږ زيات ملګري پکې شهيدان شوه، زه پخپله پکي ټپي شوم او د کوټې ملټري روغتون ته يوړل شوو، نن هم هغه ورځ زما په زهن کې ده او دا نه هېرېدونکې ورځ ده".

کاسي زياته کړه چې و موږ ته انصاف ندی راکول شوی او نه هم د جسټس قاضي عيسی په د کميشن په پريکړو عمل درامد شوی دی.

د سيول روغتون په ځانمرګي بريد کې د وژل شوي وکيل باز محمد کاکړ مشر ورور ډاکټر لعل محمد کاکړ و ډيوه ته وويل، د يادې پېښې غم يې لا هم پر زړه او دماغ دی، هغه وويل چې که څه د دوی ورور او نور وکيلان پدې نيت ووژل شوه چې د هغوی فکر به ختم کړل شوي خو وايي د هغوی فکر نور ژوندی شوی او د هغوی پر فکر او لارې خلک نور زيات شوي او پر مخ تګ شوی دی." اوس په هر کور کې يو وکيل باز محمد، په هر کور کې يو وکيل داود شاه او په هر کور کې وکيل قاهر شاه، په هر کور کې يو عسکر خان شهيد سته، له کورنيو علاوه په ټول وطن کې اوس وکيلان شته د ټول وطن خبره درته کوم".

ډاکټر لعل زياته کړه چې پدې اړه يې په اسلام اباد هايي کورټ کې هم ياده ورځ د څلورم اګست په ورځ ولمانځل شوه.
کاکړ زياته کړه چې غواړي يو وار بيا د عدالت له لارې د اتم اګست د وژل شوو وکيلانو کېس اورونه بېرته وشي او و انصاف ورته ورکړل شي" چې د جسټس قاضي فايز په مشری کې پر لسم اګتوبر 2016 يو کسيزه کميشن جوړ شو او د يوې مياشته پرله پسې يې اورونه وکړه، او بيا هغه کميشن رپورټ خپور کړ او په هغه کې چې کومې غوښتنې وې په هغه عمل دارمد نه وشو، موږ څلور پينځه واره و سپريم کورټ ته څلور پينځه وارې درخواست هم ورکړی دی چې د جسټس قاضي فايز عيسی پر کميشن دې عملي شي او موږ ته دې انصاف راکول شي".

د يادي چاودنې ذمه واري اول تحريک طالبان پاکستان او بيا داعش ډلې منلې وه خو د جمعيت الحرار په نامه ډله چې د تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شوې هم د يادې چاودنې ذمه واري منلي وه.

د جسټس قاضي فايز عيسی و کميشن ته وړاندې کړل شوي استخباراتي رپورټ کې ويل شوي وو چې دا يوه پلان شوي پېښه وه او ځانمرګی بريدګر وارپخوا لا د سيول روغتون په ايمرجنسي وارډ کې د خلګو د راجمع کيدو په انتظار وو، او چې کله وکيلان هلته را ټول شوي هغه وخت ځانمرګی بريد تر سره شوی وو.

د يادې پېښې د پلټنو په اړوند جوړ کړل شوي عدالتي کميشن مشر جسټس قاضي فايز عيسی په جاري کړل شوي کميشن رپورټ کې ويل شوي وو چې حکومت او د امنيت خوندي ساتلو ادارې او استخباراتي ادارو خپلې زمه واري په صحيح توګه د نه ادا کولو له وجې داسې پېښې را منځ ته کېږي، په کميشن رپورټ کې د ترهګرو ډلو پر ضد، تش په نامه د عملياتو حقيقي عملي ګامونه اخيستلو غوښته شوې وه.

د کميشن په رپورټ کې ويل شوي وو چې په سيول روغتون کې د امنیت خوندي ساتلو سم بندوبست نه وو، د پېښې پر وخت په روغتون کې د طبي سهولتونو د نېشتوالي له کبله هم زيات جاني زیان شوی و.

د هغه ايالتي حکومت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي دعوه کړې وه چې پر پينځم دسمبر 2016 باندې يې په ضلع پشين کې د عملياتو په ترڅ کې د جهانګير باديني په نوم يو ډېر مهمه ترهګر کمانډر وژلی، بګټي ويلي وو چې دا د اتم اګست د سيول روغتون د ځانمرګي بريد پلان کونکی يا ماسټر مايند و".

د کوټې بار ايسوسي ايشن پخواني مشر، وکيل اقبال کاسي وويل،" موږ لدې خبرې سره کله هم اتفاق نه کوو چې حکومت وايي د داسې پېښو تر شاه لاس لرونکي يې مړه کړې او يا يې ورک کړي دي، ولې چې موږ د قانون ويونکي يو نو موږ وايو چې پکار خو دا وه چې دا خلک ( بريدګر ) و عدالت ته راوستل شوي وای، موږ د دې پېښې تر شاه چې کوم فکراو سوچ دی هغه معلومول غوښتی".
وکيلان ولې په نښه کړل شوي ؟

اقبال کاسي يې په ځواب کې وويل،" موږ د قانون لوستونکي يو، موږ غواړو د ايين په کتاب او تر قانون لاندې ژوند وکړي، موږ پښتانه يو دلته نور قامونه هم اوسي موږ غواړو چې ټول تر قانون لاندې په برابرۍ ژوند کول غواړو، له ډيره بده مرغه دلته يو څوک هم ځان تر قانون لاندې نه راولي، خو موږ دا قانون عملي کول غواړو، ډير هغه خلک چې تر دې قانون لاندې ژوند کول نه غواړي هغه بيا داسې ږغونه خاموشه کول غواړي او دا ږغ له مينځه وړل غواړي، د هغوی اختلاف يوازې پر دې شي دی چې تاسو( وکيلان) په ملک کې د قانون بالا دستي ولې غواړی،د پارلمينټ بالا دستي ولې غواړی، تاسو دا نعره ولې لګوی؟، اوس خو موږ 56 وکيلان ورکړي دي،چې د دې صوبې ټوله وکيلان شهيدان شي هم له دې ږغ پورته کولو نه پر شاه کېږو، تر څو چې ټول تر دې ايين او قانون لاندې ژوند کولو ته تيار نشي او هم داسې به دا ملک پر مخ ځي".

د سپريم کورټ وتلي وکيل منير کاکړ و ډيوه ته وويل، " د دې پېښې مثال په دنيا کې بېخي نه ليدل کېږي، دا زموږ ډېر لوی تاوان وشو، زموږ باشعوره طبقه له موږ واخيستل شوه، دا ډيره لويه تشه پېدا شوه ، د هغې تشې د پوره کولو لپاره اوس موږ نوي وکيلان نورو ملکونو ته د ښو زدکړو لپاره لېږو او پدې اړه مو له حکومت څخه فنډ هم اخسيتی دی".

په پېښه کې د وژل شوي ځوان وکيل ضياالدين اغا پلار، عبدالرب اغا وويل،" نن مو هم غم تازه دی،حکومت زموږ غوښتنې او د قاضي فايز عيسی په کميشن عمل ندی کړی، موږ په هغه کميشن د عمل کولو غوښتنو کوو".

هغه وخت د پاکستان د فوځ مشر راحيل شريف ويلي وو چې "بريد د پاکستان او چاينا تر ميان اقتصادي پروژي سي پيک د ناکامه کولو لپاره شوی وو.

د بلوچستان بېلا بېلو پښتون او بلوچ سياسي ګوندونو هم د دې پېښې په اړوند جاري کړو بيانونو کې ويلي چې حکومت تر اوسه پورې د هغې پېښې و ککړو ته سزا نه ده ورکړې سياسي ګوندونو غوښتي چې حکومت دې ژر تر ژره د هغې پېښې و ککړو ته سزا ورکړي تر څو د نورو داسې پېښو مخ نيوی وشي.

د بلوچستان د وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو له لوري په جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي چې د يادې پېښې په غٰم برابر غمجن دي او په ياده پېښه کې ککړ ترهګر او د هغوي مشران يې و انجام ته رسولي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG