لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان د تحریک طالبان پاکستان دوه مهم کمانډران افغان طالبانو ته ورکړي دي


پاکستان د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دوه مهم کمانډران په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته ورکړي دي، دغه خبره ار اېف اي ار اې اېل (مشال رېډيو) په خپل رپوټ کې کړې ده.

په رپوټ کې د سرچينو له قوله ويل شوي چې مسلم خان او محمود خان په وروستيو کې د پوځ د حراستي بند څخه ويستل شوي او افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ او بل لور ته ټي ټي پي په دغه اړوند په خپله په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په رپوټ کې د سرچینو له قوله دا هم ويل شوي چې د پاکستان د پوځ يو لوړ پوړی پلاوی په نهم مې کابل ته رسېدلی چې د ټي ټي پي سره خبرې وکړي.

خو سرچينو بيا وي او اې ډیوه ته ویلي، د جنوبي وزيرستان نه د مسيد قوم جرګه د ټي ټي پي سره د خبرو دپاره روانه کړی شوې ده.

د جنوبي وزیرستان انتظاميې ويلي د ټي ټي پي مسیدو څانګې سره د خبرو دپاره د مشرانو 30 کسيزه ډله د جنوبي وزیرستان انګور اډې د لارې د افغانستان پکتیکا ولایت ته لېږل شوې او دوی ته په حکومتي کچه د مسیدو وسله والو سره د مذاکراتو کولو باور ورکړی شوی دی.

ويل شوي دا قامي جرګه تیره اوونۍ په ټانک کې وروسته له هغې جوړه شوې چې تیره میاشت د جنوبي وزیرستان مکین او شوال سیمې کې بیا ځایې خلکو ته د کورونو پریښولو ویل شوي وو. او د مسید قام مشرانو ویلي وو په دې اړوند به دوی د دواړو خواو حکومت او طالبانو سره خبرې کوي.

د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ له دې وړاندې هم د مذاکراتو کولو ويل شوي خو دغه مذاکرات کله نه دي کامياب شوي او که له دې په مخکنيو کلونو کې هم شوي خو هغه هم بيا هم تر ډېرې مودې نه دي چليدلي، معاهدې ختم شوي او بيا پوځي عمليات شوي دي.

د تېر کال د نومبر او دسمبر په مياشت کې د افغان واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب د مذاکراتو د خبرې په مهال د يوې میاشتې د ډزبندۍ ويل شوي او بيا دغه ډز بندي ختمه شوې، طالبانو بريدونه پېل کړي او د پاکستان پوځ ويلي وو د ټي ټي پي پرضد یې عمليات روان دي.

دا تازه د مذاکراتو خبرې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د وړوکي اختر په مهال ټي ټي پي د لس ورځو د ډز بندۍ اعلان کړی وو او بيا دغه ډز بندي د15 مې پورې غځول شوې ده.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وي او اې ډیوه ته ويلي له دې نه وړاندې د طالبانو سره دوه ځله د خبرو هڅه شوې او دا دریم ځل دی چې بیا کوشش کوي.

هغه وویل لومړۍ د پاکستان حکومت د افغان طالبانو حقاني شبکې د لارې او بیا یې د قبایلي سیمې مشرانو د لارې هڅه کړې خو څه نتیجې ته نه دي رسیدلي .

اخواطالب سرچینې وایي دوی کله د مذاکراتو نه انکار نه دی کړی او سنجیده مذاکراتو ته تیار دي خو بې اختیاره خلکو سره مذاکرات نه کوي.

څيړونکي وايي د پاکستان د حکومت او پوځ چې کله هم مذاکرات شوي هغه لوظنامې يو وخت وروسته ماتې شوي او بيا د هغې په نتيجه کې پوځي عمليات شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG