په پاکستان کې د مارچ په میاشت کې په مجموعي ډول په وسله والو بریدونو کې کمی راغلی خو په خېبرپښتونخوا کې بريدونه او پکې وژنې سېوا شوي، دا خبره په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي ايي سي اېس اېس يا پيکس] په خپل رپوټ کې کړې ده.
پيکس ویلي، د فرورۍ او مارچ په مياشت کې د مرګ ژوبلو پېښې نزدې يو شان وې.
په رپورټ کې ویل شوي، د فرورۍ 2023 په مقابله کې د مارچ په مياشت کې وسله والو بريدونه 36 فيصده کم شوي او 37 پېښې ريکارډ شوي چې پکې 57 کسان وژل شوي او 72 ژوبل شوي وو. په فرورۍ کې 58 حملې شوې او 59 کسان پکې وژل شوي وو.
پيکس ويلي، په مارچ کې یوه خودکش حمله شوې او په فرورۍ کې درې شوې وې، بلوچستان کې د وسله والو بريدونه کم شوي خو په بريدونو کې د مرګ ژوبلو شمېرې سېوا شوې وې، او بلوچستان کې په 11 حملو کې 28 کسان وژل شوي او 35 ژوبل شوي وو.
پيکس په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د امنيت وضعه کې ښه والی ليدل شوی دی په فرورۍ کې 16 مقابلې شوې وې او په مارچ کې شپږ حملې ريکارډ شوي او د وژنو شمېره د 16 نه پينځه و ته راکمه شوې ده.
خو ويل شوي په يادو پېښو کې تر ټولو غټ هدف هم په پخوانۍ فاټا کې په نخښه شوی چرته چې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي سېکټر کمانډر بريګيډيير مصطفی کمال برکي په جنوبي وزيرستان کې په هدف کړی شوی وو.
د پيکس په رپوټ کې ويل شوي چې د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې وسله وال بريدونه سېوا شوي او مرګ ژوبلو کې اضافه شوې ده. وسله والو 16 حملې کړي 21 تنه پکې وژل شوي او 30 ژوبل شوي وو، په فرورۍ کې 13 حملې شوې او شپږ تنه پکې وژل شوي وو.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې په ځانګړي ډول د بدامنۍ د پېښو ښکار پاتې شوي دي.
په وروستيو کې په لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، ټانک او خواوشا سيمو کې وسله والو بریدونه سېوا شوي او د زیاترو بریدونو زمه وارۍ یې تحریک طالبان پاکستان منلي دي.
په وروستيو کې په لکي مروت ضلع کې په يوه چاودنه کې د پوليسو ډي اېس پي اقبال مومند او درې سپاهيان وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې وه.
د پيکس ترمخه د مارچ په مياشت کې په پنجاب کې د وسله وال بريد کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې، په سيند صوبه کې درې بريدونه شوي او درې کسان پکې وژل شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي د پاکستان وسله والو ځواکونو هم د مارچ په مياشت کې عمليات دوامداره ساتلي 38 ترهګر یې وژلي او څو بریدونه یې ناکامه کړي دي.
خو د لکي مروت د تازه پېښې وروسته د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو،
"ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي".