لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: په ايي اېس ايي تور دی چې د یو پاکستاني بلاګر د وژلو دپاره یې اجرتي ته یو لک پاونډ ورکړې وې


ګورایه په 2017 کې په پاکستان کې نیول شوی و
ګورایه په 2017 کې په پاکستان کې نیول شوی و

د نړیوالو مطبوعاتو رپوټونه وايي چې په پاکستان کې یو جاسوس (اېجنټ) د یو پاکستاني مرور تن او بلاګر وقاص ګورایه د وژلو لپاره په لندن کې یو هیټمېن (اُجرتي) محمد ګوهیر خان ته یو لاک پونډ ورکړي وې. په لندن کې یو عدالت د ښاغلي ګورایه د وژلو په تور کې د ګوهیر خان په ضد تېر کال د قضیې اورېدل هم شورو کړي دي.

د لندن مشهور اخبار ټیلي ګراف د استغاثې د وکیلې مورګن کیو سي د خلې لیکلي دي چې ګوهیر خان د وقاص ګورایه په وژلو پسې له لندنه روټرډم ته ورغلې ؤ خو ناکامه شو او لندن ته په ستنیدلو ونیول شو.

په عدالت کې جیوري ته ویل شوي چې ګوهیر خان ته یو پاکستانی تن موډز (Mudz) یو لک برتانوي پاونډ ورکړل چې وقاص ووژني.

د موډز په هکله په مطبوعاتو کې اټکلونه شوي چې دا د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د یو افسر فرضي نوم دی.

د پاکستان استخباراتي ادارې یا بلې محکمې د وقاص ګورایه د ناکامه قتل د سازش په تور کې د یو اجرتي د نیولو خبرونو ته کوم تازه ځواب نه دی ویلی. وي او ډيوه هڅه کوي چې څنګه په دې موضوع تازه خبرونو ته د پاکستان د حکومت غبرګون تر لاسه شي نو په دې کیسه کې به ورته ځای ورکړل شي.

وي او ای ډیوه د وقاص ګورایه څخه د دې مالومولو لپاره چې ایا هغه هم دا فکر کوي چې ګنې د پاکستان اسخباراتي ادارې ده د قتل دپاره چا ته یو لاک پاؤنډ ور کړي دي؟ د تماس کوښښ وکړو خو د هغه لخوا تر اوسه ډیوه ته څه ځواب نه دی وئیل شوی البته د ګورایه یو ملګري او د بشري حقونو فعال روشان خټک د واټس اېپ د لارې په دې هکله د یو تپوس په ځواب کې وویل چې دوی سره دا وخت داسې قوي ثبوتونه نشته چې د دې قتل د سازش په شا ايي اېس ايي ده.

د ښاغلي ګورایا د وژلو لپاره د اجرتي قاتل د کارولو تازه خبر باندې په سوشل مېډيا هم بحث کېږي. د پېمرا پخواني مشر او خبریال ابصار عالم په یو ټويټ کې لیکلي دي چې بهر هېوادونو کې د مېشتو پاکستانیانو بیعه دومره لوړه ده چې د وقاص ګورایا د وژلو لپاره دوه نیم کروړه روپۍ ورکړل شوي او د هغه (ابصار عالم) د وژلو لپاره پینځه لکه روپۍ باندې قاتل اخستل شوی وو. ښاغلی عالم تېر کال د یو نامعلوم تن په حمله کې زخمي شوی وو.

د روشان په خیال مډز نومې تن چې ګوهیر خان ته کوم غږيز پیغامونه لېږلي وونو هغه چې په عدالت کې وغږول شول نو د هغې د لهجې نه مالومېږي دا تن پاکستانی ؤ

“د استغاثه د وکیل سره ایکزټ ( قوي) اېوېډېنس (ثبوتونه) نشته دا د پاکستاني ریاست سره لینک (تړلی) دی”

خو روشان ګمان کوي چې دويي چې کومې نقطې یو ځای کړې نو داسې ښکاري چې په دې تورونو کې وزن شته دی

“دا ټول چې مونږ ډاټس (نقطې) کنېکټ ( یو ځای) کوو نو دا ګورو او دا اوورال (عموي) چې دا پیټرن (عمل) دی چې په سویډن کې ساحد بلوڅ شو، ییاکریمه بلوڅ شوه په کنيډا کې نو مونږ ویلی شو چې د پاکستان ریاست ددې پهشا دی”

د خبریالانو د ژغورنې ېوې نړېوالې ادارې رپورټرز وید اوټ بارډر (ار اېس ایف) د روانې مېاشتې په یولسمه په خپله وېب پاڼه لیکلي وو چې د وقاص ګورایه د وژلو د کوښښ قضیه به د نزدې نه څاري.

ار اېس ایف د لندن عدالت ته خواست کړی دی چې په دې قضیه کې ډېر په غور سره په ټولو اړخونو رڼا واچوي.

وقاص ګورایه په ټولنیزو رسنیو د پاکستان په پوځ د سختو نیوکو لپاره پېژندل کېږي.

د پاکستان په پوځ د بشري حقونو د خلاف ورزیو او په سیاست کې د لاسوهنې نیوکې کونکی فعالان وايي که د پاکستان استخباراتي ادارې وس په بهرو هیوادونو کې د مېشتو بشرحقونو د فعالانو د وژلو کوښښونه کوي نو دا ډېره د فکر مندۍ خبره ده.

له پاکستانه د نیولو د وېرې په غلا امرېکې ته راغلې د بشري حقونو فعالا د اوئر ګرلز نومې د جینکو د حقونو لپاره کارکونکي تنظیم بنسټ ګره ګلالۍ اسماعیل وايي

د وقاص ګورایه د مرګ د سازش په هکله په عدالت کې چې کومه قضیه روانه ده د هغې څه خبرې واضحه شوې چې ګورایه ځکه هدف شو چې داسې خبرې کوي چې په څه خلکو ښه نه لږي.

“د هغه د مرګ د پاره کنسپریسي (سازش) د پاکستان نه تیاره شوې وه”

ګلالۍ وايي ایا وس به د پاکستان پارلېمان ددې خبرې پلټنې وکړي چې داسې څوک کوي او ولې؟

ګلالۍ اسماعیل
ګلالۍ اسماعیل

د ګلالۍ په وېنا هغه هم د ادارو نقاده ده او هغه خبر ده چې د “ ملک د ادارو څومره وس دی او څه انټېنشن ( نیت) دی، او چې کوم خلک د پاکستانه بهر وتي هم دي نو په مختلف طریقو د تنګولو سلسله نه ختمېږي،

"زما د پاره یې چې کوم طریقه کار استعمالوي هغه زما مور او پلار دي په پاکستان کې دننه، هغويي تنګوي په هغويي مقدمې جوړوي”.

ګلالۍ وايي چې ددغو خبرو نه ددې ځای ادارې خبر دي.

رپوټه وايي ګوهیر خان په خپله په عدالت کې منلې ده چې مډز ورسره د یو لک پاونډ لوظ کړی ؤ. خو په تازه اوریدنه کې ګوهیر خان انکاري شوی چې د هغه نیت د ګورایه د وژلو نه ؤ.

د ګوهير خان لومړۍ اورېدنه د شرقي لندن په فرسټ ګېټ اولډ بېلې کې عدالت کې د جولای په نولسمه نېټه شوې وه.

د تېر کال د جولای په میاشت کې د لندن د پولیسو محکمې او ځايي عدالت د اي مېل د لارې وي او ای ډیوه ته پخلی کړی ؤ چې دجولاي په 19 نېټه د برتانيي او پاکستان شهریت لرونکی 31 کلن تن محمد ګوهير خان د یو ناکامه قتل په تور کې عدالت ته وړاندې کړی دی.

د لندن د پولیسو محکمې ډیوه ته ویلي وو وویل ګوهير خان په 24 جون د سینټ پینکراس د ریل ګاډي په ډګر نیول شوی ؤ، د پولیسو د ای مېل ترمخه دا تورن تن د ندرلېنډ نه دغلته په رېل ګاډي کې رسیدلی ؤ.

خپله وقاص ګورایه د دغه خبر په لومړي ځل د خپرېدو وروسته ډیوه ته ويلي وو چې هغه ته د نیدرلینډ د پولیسو محکمې خبرداری ورکړی ؤ چې ګوهیر خان یې په وژلو پسې ګرځي.

ګوهیر خان د فبرورۍ 16 او جون 24 تر منځ څو ځله د روټرډم ندرلېنډ سفرونه کړي وو، د وقاص ګورایه کور هم په روټرډم کې دی

وقاص ګورایه دا وخت 39 کلن دی د پاکستان د بهاولپور ضلعې د چشتیا اوسیدونکی دی.

هغه په کال 2007 کې ندر لېنډ ته د تعلیم په ویزه سفر کړی ؤ. هغه هم د هغه ځایه د خپلو نورو ملګرو عاصم سعید او سلمان حېدر سره په ګډه د “موچي” په نوم د ټویټر او فېس بک پاڼې چلولې.

په دغو پاڼو د پاکستان په پوځ او سخت دریځو مذهبي مشرانو سختې نېوکې کیدلې. ورستو دغه پاڼې تړل شوې وې.

وقاص په کال 2016 کې د فبرورۍ په 16مه نیټه د خپلې خور په واده کې د ګډون لپاره لاهور ته ستون شو. هم په لاهور کې په کال 2017 کې د جنورۍ په 4 مه نیټه بې درکه شو.

په ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو کې د خپرو شوو غېر تصدیق شوو خبرونو تر مخه ګورایه هغه ځل د پاکستان استخباراتي ادارې اي اېس ايي اغوا کړی ؤ.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې د هغه وخت مشر جنرل اصف غفور په یو خبري کانفرنس کې دغه تورونه رد کړي وو چې ګني ښاغلی ګورایه د هېواد کومې ادارې تښتولی ؤ. خو داسې کومې پلټنې یې هم نه وې کړی چې هغه د تر 24 ساعتو پورې چرته ورک ؤ؟

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG