لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ریپبلکن ګوند د امریکې د سېنټ واک هم تر لاسه کړ، خو په استازو اېوان کې لا سیالي روانه ده

په امریکا کې د نومبر پر پینځمه له صدارتي ټاکنو سره سم د کانګرس د دواړو اېوانونو لپاره هم نوي غړي وټاکل شول چې تر اوسه د راغلو نتیجو له مخې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ ریپبلکن ګوند د سېنټ واک تر لاسه کړی خو د استازو اېوان سیالي لا روانه ده.

ریپبلکن ګوند د استازو اېوان په ټاکنو کې هم تر ډیموکرېټانو مخکې دی، خو لا یې هغومره څومره نه دي تر لاسه کړې چې د اکثریت لپاره ورته پکار دي.

د استازو اېوان د څوکیو پر سر د دواړو ګوندونو تر منځ له نیزدې سیالي روانه ده او لا هم د ډېرو ایالتونو نتیجې مخې ته نه دي راغلې.

که ریپبلکن ګوند د کانګرس په دواړو اېوانونو کې برتري ترلاسه کړي، نو نوی ټاکل شوی صدر ډانالډ ټرمپ به وکولای شي په اسانۍ سره د خپل صدارت پر مهال په امریکا او بهر کې خپله سیاسي تګلاره عملي کړي.

په سېنټ کې د ریپبلکن ګوند مشر میچ مکانل وویل، په راتلونکي سېنټ کې د ریپبلکنو اکثریت به د هیواد لپاره یو مهمه "خوندي لاره" وي. مکانل د چارشنبې- شورو په ورځ خبریالانو ته وویل، "دا د جي او پي [ریپبلکن ګوند] لپاره ښه ورځ ده".

ریپبلکن ګوند د نومبر د پینځمې په ټاکنو کې د سېنټ په 100 څوکیو کې لږ تر لږه 51 څوکۍ ترلاسه کړې او په اکثریت کې دی، خو د استازو په اېوان کې یې تر اوسه 205 څوکۍ ګټلې دي خو د اکثریت ګټلو لپاره 218 څوکۍ ورته پکار دي.

د استازو اېوان پر ټولو 435 څوکیو باندې په ټوله امریکا کې مقابله وشوه چې غړي به یې د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي، خو د سېنټ په 100 څوکیو کې یواځې پر 34 باندې نوې ټاکنې وشوې چې موده یې شپږ کاله ده.

د ټاکنو له ورځې مخکې ډیموکرېټانو د سېنټ او ریپبلکن ګوند د استازو جرګې کنټرول درلود، خو په لوېدیځ ویرجینیا او اوهایو کې د سېنټ پر څوکیو د ریپبلکن ګوند کامیابۍ دوی ته په سېنټ کې هم اکثریت ور په برخه کړ.

د استازو اېوان د ټاکنو نتیجې به ژر مخې ته را نه شي، ځکه چې کېلیفورنیا یو لوی ایالت دی او د زیاتې ابادۍ له کبله یې رایه شمېرنه څو ورځې وخت اخلي او په هغو ایالتونو کې د رایو بیا شمېرل څو اوونۍ وخت اخلي چې د ټاکنو په نتیجو کې یې ستونځې پیدا شي.

د صدارتي ټاکنو د کمپېن په مهال شوې سیاسي نظرپوښتنې ښیي څنګه چې رایه ورکوونکي د صدارت لپاره د کاملا هېریس او ډانالډ ټرمپ په اړه مختلف نظرونه لري، د کانګرس د ټاکنو په اړه یې هم نظرونه وېشلي دي.

د اکتوبر په میاشت کې د رویټرز خبري ایجنسۍ او په امریکې کې د یوې څېړنیزې ادارې ایپسوس په سروې کې ښودل شوي وو، چې 43 فیصده رجسټر شوي رایه ورکوونکي د کانګرس په ټاکنو کې په خپلو ضلعو کې د ډیموکرېټانو او 43 فیصده نور د ریپبلکنو ملاتړ کوي.

په ډیموکرېټ پلوو ایالتونو نیویارک او کېلیفورنیا کې انتخاباتي سیالۍ به د استازو اېوان د کنټرول په اړه فیصله کوي او په همدې حال کې ډیموکرېټان هڅه کوي هغه څوکۍ بیرته وګټي چې د 2022م کال په ټاکنو کې یې بایللې وې.

د امریکې په سېنټ کې د ریپبلکن ګوند اکثریت کولای شي اوکراین ته د روس خلاف په جګړه کې د ملاتړ په برخه کې د امریکې راتلونکي د پوځي مرستې پېکجونه له خطر سره مخامخ کړي.

د مخکیني سېنټ په 100 غړو کې د ریپبلکن ګوند د غړو شمېر 49 وو او د ډیموکرېټ ګوند د غړو شمېر 47 وو، خو د څلورو خپلواکو سنېټرانو په ملاتړ سره ډیموکرېټانو په سېنټ کې په 51 څوکیو اکثریت درلود.

په امریکا کې د قوانینو جوړول، د بجټ یا بودیجې منظوري او ډېری مهمې ایګزیکټیو پرېکړې د کانګرس د دواړو اېوانونو منظورۍ یا تایید ته اړتیا لري، ځکه خو صدر د خپلې ایجنډا د عملي کولو لپاره د کانګرس د اکثریت ملاتړ ته اړتیا لري.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG