لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د کانګرس غړي الهان عمر د خارجه چارو د کمېټۍ نه ووېستل شوه


الهان عمر  

د ريپبليکن اکثريت ايوان نمايندګان د زيارت/پانچ شنبې په ورځ د ډيموکرټېک ګوند د ايوان غړي الهان عمر د خارجه چارو د کميټۍ د لرې کولو په حق کې ووټ ورکړو.

قرارداد د 211 ووټونو په مقابله کې په 218 ووټو منظور کړل شو.

دا ووټنګ په دې وجه رامنځ ته شو چې د ريپلېکن ګوند غړي وايي اغلې عمر د ډيموکريټس په دور حکومت کې په وروستۍ ناستو کې په اسرايل ډېرې نيوکې کولې چې هغې ته د ريپبليکن غړو لخوا سخت غبرګون ښودل کېدو.

د ايوان سپيکر کيون ميکارتي د خپل ګوند د نوي منتخب شوو اکثريتي غړو د قرارداد ملاتړ وکړو چې د صومالي نژاد مسلمانې الهان عمر نوم د يادې کميټۍ نه لرې کړي خو ځينې ريپبليکن غړو په دې عمل د خپلو تحفظاتو څرګندونه وکړه.

د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپيکر کېون مېکارتي
د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپيکر کېون مېکارتي

د ايوان د کميټۍ نه د دوو کالو نه مخکې د چا د نوم لر کولو مثال نشته. د دې نه وړاندې د ډيموکريټېک غړو د جارجيا نه د ريپبليکن د کانګرس غړي مارجوی ټيلر ګرين او د ايروزونا پال ګوسر چې انتهايي ښې اړخي سياست پاله بلل شي نومونه د ايوان د کميټيانو نه لرې کړي وو.

د الهان عمر په مسله ډيموکريټس غړو تور ولګولو چې ريپبليکن ګوند هغه د خپل نسل په بنياد په نخښه کړې ده.

الهان عمر د خپلې دفاع په ترڅ کې وينا وکړه او ويې ويل څوک د هغې په نخښه کولو حيران شوي؟ هغې وويل چې طاقت څومره شاته دکه کوې دومره هغه بيرته دکه کول کوي. د ووټېنګ په منځ کې د هغې د ګوند غړو هغې ته غاړې ورکولې.

الهان عمر وويل چې د هغې اواز به نور هم قوي کيږي او قيادت ته به يې نور مقبووليت تر لاسه کيږي. ريپبليکن د هغې شپر ويناګانې د هغې د ويستلو په دليل کې وړاندې کړې او د اوهايو نه د ريپبليکن غړي ميکسرمېلر څوک چې د ټرمپ په حکومت کې و دغه قرارداد وړاندې کړو او ويې ويل د الهام ويناګانو د ايوان قدر قيمت راټيټ کړی.

د نيويارک نه ډيموکريټ ليډر حکيم جيفريز وويل د الهان عمر نه ځينې وخت تېروتنې شوي او هغې د يهود دښمنۍ مظاهره کړې چې څلور کاله وړاندې يې خپل ګوند غندنه ګړې خو دا ووټ په هغه وجه نه بلکې د يوې ښځې نه د نسلې کرکې په بنياد شوی.
الهام عمر د ايوان په دوو منتخب مسلمانانو ښځو کې يوه ده چې په ايوان کې د حجاب اچولو وړومبۍ غړې ده او د هغې د حجاب اغوستلو د پاره د ايوان په قانون کې بدلون شوی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې


منظور پشتین: پښتون وطن ته د نوي جنګ پلان راوړل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG