لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صالح العاروري څوک ؤ او وژل کېدنه یې د اسرایل-حماس په جګړې او د خطې په حالاتو څه اثر لرلی شي؟

د حماس ډلې اهم مشر صالح العاروري چې د د جنوري په دویمه په لبنان کې ووژل شو
د حماس ډلې اهم مشر صالح العاروري چې د د جنوري په دویمه په لبنان کې ووژل شو

د حماس نایب مشر صالح العاروري د نهې په ورځ د لبنان په سرښار بیروت کې د ډرون په برید کې وژلی شوی دی. اسرایل نه خو د برید ذمه واري اخېستې ده او نه یې انکار کړی دی.

العاروري د حماس وړومبې سیاسي مشر دی چې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف د جنګ شروع کولو وروسته وژل شوی دی.

العاروري څوک ؤ؟

د فلسطيني غربي غاړې په رام لله کې زېږېدلی العاروري دهغو وړمبو کسانو څخه و چې په نولس سوه اووه اتیا (۱۹۸۷) کال کې د حماس د قایمېدو ورسته په دغه تنظیم کې شامل شوی و.

د اسرایل په بندیخانو کې د اوږدې مودې پورې د پاتې کیدلو ورستو، پنځوس کلن العاروري ډیر ژوند په جلا وطنۍ کې تېر کړ.

خو د شام، ترکیې، قطر او په آخره کې د لبنان نه، العاروري په غربي غاړه کې د تحریک په اهمو کسانو کې شامل وو.

دی د څه د پاره یاد دی؟

العاروري د کال دوه زره اولسم (۲۰۱۷) کال راهسې د حماس نایب مشر وو.

په ډله کې دننه العاروري د فلسطینیانو د مخالفو ډلو ترمنځه د پخلائنې غوښتونکي په توګه یادیږي.

خو تر څو چې د اسرایل سره د شخړې خبره ده، نو هغه د یو سخت دریځه تن په توګه پیژندل کېدو.

العاروري او د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي
العاروري او د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي

العاروري د حماس د پوځي ځانګې جوړولو کې مرسته کړې وه. په هغه الزام و چې په دې تیرو کلونو کې یې د اسرایلي وګړو په وژنه کې لاس لرلو.

په داسې وخت کې چې د حماس زیاتره مشران پټ دي، ویلی کیږي العاروري په اوسنۍ شخړه کې د یرغمال کسانو د خوشې کولو د پاره مذاکرات کړي وو.

د العاروري وژنه په جنګ څه اغیزې لرلی شي؟

د العاروري وژنه یوه بله اشاره ده چې شخړه د اسرایل او غزې نه بهر خوریږي. د حماس اهم ملګرې ډله، حزب الله د لبنان د جنوبي پولې نه نیزدې هره ورځ د اسرایل سره په جنګ ده.

د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د لبنان په خاوره د وژنې په اړه اسرایل ته خبرداری کړی او د سخت رد عمل دړکه يې کړې ده.

په رام الله فلسطینیان لارو کوڅو ته راوتلي وو او د العاروري د وژنې د بدل اخیستلو غوښتنه يې کوله

په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي مشن ویلی چې د شخړې د ممکنه خوریدو په اړه ژورې فکرمندۍ لري، ځکه چې دا د پولې دواړو خواو د اوسیدونکو د پاره ویجاړونکې نتیجې لرلی شي.

Forum

XS
SM
MD
LG