لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باوري اطلاع به دفضل الله په ضد گامونه اخستل کيږي: امريکائي سفير


وزير رحمان ملک وئيلي دپاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله بايد پاکستان ته وسپارل شي
وزير رحمان ملک وئيلي دپاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله بايد پاکستان ته وسپارل شي
په پاکستان کې دامريکا نوى سفير رچرډ اولسن وائي که چرې امريکا ته باوري اطلاع ترلاسه شوه نو په افغانستان کې به دسوات دطالبانو دپټ شوي مشر مولانا فضل الله په ضد گامونه اخستل کيږي.
دپاکستان ديو شخصي ټيليويژن سره په خبرو کې امريکائي سفير زياته کړې ده ، افغانستان سره په لگيدلې پاکستاني قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجنگيالو په ضد عمليات کول دپاکستان کورنۍ معامله ده.
هغه وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي دي او امريکا دغو قربانو ته دقدر په سترگه گوري.
امريکائي سفير دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دشورو په ورځ وتلې امريکائي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ دامريکائي امنيتي او استخباراتي چارواکو په حواله خپل يو راپور کې وئيلي دي چې تيره مياشت په 14کلنې طالب علمې ملالې يوسفزۍ ترسره شوي بريد کې ککړ دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله افغانستان کې پټ دى.
دورځپاڼې ترمخه دغه چارواکي دريځ لري چې دمولانا فضل الله لټه دامريکا ترجيح نۀ ده ځکه چې هغه د القاعده يا دهاغو تندلارو سره تعلق نۀ لري څوک چې په افغانستان کې دامريکا او افغانستان مفادات په نخښه کوي.
ددغو چارواکو ترمخه امريکائي عسکر دمولانا فضل الله دلټې هڅه نۀ کوي او هغه دپولې پورې غاړه ستونزه گڼلى شي.
مولانا فضل الله په سوات کې دحکومت مخالفه طالبانو مشري په غاړه لرله او کله چې په 2009ء کې دپاکستان امنيتي ځواکونو په سوات کې دطالب جنگيالو په ضد په لويه پيمانه عمليات پيل کړل نو مولانا فضل الله دپاکستان گاونډي هيواد افغانستان ته سره دخپلو نورو وسله والو ملگرو په اوښتو کې بريالى شوى ؤ.
له دې وړاندې دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک وئيلي ؤ افغان حکومت او په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته يې په رسمي ډول وئيلي دي چې افغان حکومت او په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو څخه يې په رسمي ډول غوښتنه کړې ده چې په کونړ ولايت کې پټ شوى دپاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله بايد پاکستان ته وسپارل شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG