لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډ اولسن:پاکستان کې ټولو سره په گډه کار کولو ته ليواله يم


پاکستان کې نوي امريکائي سفير رچرډ اولسن
پاکستان کې نوي امريکائي سفير رچرډ اولسن
پاکستان کې نوي امريکائي سفير رچرډ اولسن وئيلي دي چې هغه داړونده درناوي او په خپل مينځي گټو اساس لرونکو اړيکو ته ودې ورکولو لپاره دټولو ټولنيزو طبقو سره په شريکه کار کولو ته سترگې په لار دى.
دامريکائي سفير په حيثيت دخپلو ذمه وارو سمبالولو لپاره اسلام اباد ته دراتگ وروستو دخالي په ورځ يو سرکاري بيان کې رچرډ اولسن وئيلي دي پاکستان کې دخپل کار پيل کولو لپاره بې تابه دى.
امريکائي سفير وائي پاکستان کې کوټلي پټ صلاحيتونه شته او زۀ داقتصادي موقعو سيوا کولو، ددواړو هيوادونو ترمينځ تجارت ته دودې ورکولو، دانرژۍ دبحران هواري، دتعليم دمعيار ښه کولو او دهر تن لپاره دروغتيا داسانتياوؤ ورکولو لړ کې پاکستانيانو سره په گډه دکار کولو خواهش مند يم.
رچرډ اولسن 2011ء څخه 2012ء پورې افغانستان کې امريکائي سفارت خانه کې دپرمختيا او معاشي چارو درابطه کار ډائريکټر په حيثيت خدمات ترسره کړي.
له دې وړاندې هغه د 2008ء څخه د 2011ء په مهال متحده عرب اماراتو کې دامريکائي سفير په توگه هم کار کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG