لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: د سعودي عرب سرحدي محافظانو د ايتوپیا په سلګونو کډوال او پناه غوښتونکي وژلي


د کال ۲۰۱۵ په دې تصویر کې لیدل کېږي چې سعودي ځواکونه یمن سره په پوله ځای په ځای کړی شوي دي
د کال ۲۰۱۵ په دې تصویر کې لیدل کېږي چې سعودي ځواکونه یمن سره په پوله ځای په ځای کړی شوي دي

د انساني حقونو نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ ویلي د کال ۲۰۲۲ د مارچ د میاشت نه د کال ۲۰۲۳ د جون د میاشت ترمنځ موده کې د سعودي عرب سرحدي محافظينو لږ تر لږه په سلګونو د ایتوپیا هغه پناه مهاجرین او پناه غوښونکي وژلي چې کوښښونه يې کول چې د یمن نه سعودي عرب ته داخل شي.

اېچ ار ډبلیو د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې وویل دغه وژنې د انسانيت خلاف جرم ګڼل کېدی شي که چېرې دا د سعودي حکومت د تګلارې یا پالېسۍ برخه وي.

اېچ ار ډبلیو غوښتنه وکړه چې متحده قومونه دې په اړه تحقیقات وکړي.

د اېچ ار ډبلیو د رپورټ عنوان دی چې دوی په مونږ لکه د باران ډزې وکړې د یمن او د سعودي په سرحد د سعودي عربانو دلاسه د ايتوپیا د کډوالو قتل عام

په رپورټ کې وېل شوي چې د سعودي عرب سرحد ساتونکو کډوالو د وژنو دپاره چاودېدونکي وسلې استعمال کړي او په کډوالو يې د نژدې نه ډزې کړي دي چې د ښځو او ماشومانو په شمول په کې ډیر کډوال وژل شوي دي.

رپورټ وايي په کډوالو دغه حملې په پراخه کچه او په منظم ډول شوي دي.

د کډوالو او د پناه غوښتونکو د حقونو په اړه د اېچ ار ډبلیو څېړنکارې نادیه هارډمېن وویل د یمن او سعودي عرب په پوله د کډوالو وژنې د سرحد په لرې پرتې علاقه کې د نورې دنیا د نظر نه لرې شوي دي.

نادیه هارډمېن وویل پکار نه ده چې د ګالف په لوبه د سعودي عرب بېلینونه ډالر خرچ کول، د فټبال کلبونه اخیستل او د سعودي عرب ښه تصویر وړاندې کولو دپاره د تفریح غونډې د یمن په سرحد د بوږنونکو جرمونو نه توجه لرې کړي.
اېچ ار ډبلیو وویل چې د یمن په پوله وژنې دوام لري.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د سعودي عرب حکومتي چارواکو په دې اړه د څه وېلو نه ډډه کړې ده خو وړاندې يې دا رپورټونه رد کړي ځواکونو يې کډوال وژلي دي.

اېچ ار ډبلیو وویل د ایتوپيا ۳۸ کډوالو او د څلورو هغو کسانو سره يې مرکې کړي چې په تېرو کې د یمن او سعودي عرب سرحد نه د تېرېدلو کوښښ يې کړی و.

اېچ ار ډبلیو وویل د یمن په سرحد د تشدد ښکار کسانو بوږنونکي مناظر بیان کړل، د غره په اړخ د ښځو، سړو او د ماشومانو مړي پراته وو، ځینې په کې په شدید زخمي حالت کې وو، ځینې په کې مړه وو او بدنونه يې ټوټې شوي وو.

اېچ ار ډبلیو وویل د ۳۵۰ نه د زیاتو تصویرانو او وډیوز تجزیه يې کړې چې په سوشل ميډیا خپاره شوي وو او يا د کال کال ۲۰۲۱ د می د ۱۲ نه واخلې تر د کال ۲۰۲۳ د جولای د ۱۸ پورې يې د نورو سرچینو نه ترلاسه کړي وو.

د تشدد ښکار کسانو په وېنا سعودي ځواکونو به د مارټر ګولې او نور چاودېدونکي مواد استعمالول.

یوې ۱۴ کلنې جېنۍ اېچ ار ډبلیو ته وویل چې په دوي بیا بیا ډزې کېدلې، خلک يې په داسې حال کې په وژل کېدو ولېدل چې هغه وايي تصویر يې هم نه و کړی.

یادونه: د وي او ای لیکوال فرن رابېنس د دې رپورټ ځینې معلومات د ای پي نه هم اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG