لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ار اېس اېف په افغانستان کې د څلورو نیول شویو خبریالانو د ازادۍ غوښتنه کړې


فعالان وايي طالبانو د بیا واکمېندو نه پس په افغانستان کې یو شمېر مطبوعاتي ادارې تړل شوي او ګڼ شمېر خبریالانو د خپل تحفظ په غرض دنده پرېښودي او یا د ملک نه وتلي دي
فعالان وايي طالبانو د بیا واکمېندو نه پس په افغانستان کې یو شمېر مطبوعاتي ادارې تړل شوي او ګڼ شمېر خبریالانو د خپل تحفظ په غرض دنده پرېښودي او یا د ملک نه وتلي دي

د خبریالانو د تحفظ دپاره کارکوونکي نړیوالې ادارې رېپورټرز ود اوټ بارډرز غوښتنه کړې چې د افغانستان واکمن طالبان دې څلور خبریالان د خپل بند نه ازاد کړي او دوه شخصي ټېلې وېژن سټېشنو ته نشریات د بیا شروع کولو اجازت ورکړي.

ار اېس اېف وویل دا ټي وي سټېشنې په وروستیو هفتو کې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په ضد د طالبان د زیاتېدونکو ګامونو ښکار شوي دي.

ار اېس اېف وویل د اپرېل په ۲۲ نېټه طالبانو د رېډیو درې خبریالان په خوست ولایت کې په دې الزام ونیول چې موسیقي يې نشر کړې وه او په نشریاتو کې یې د ښځینه اورېدونکو ټېلې فونونه اخیستلي وو.

ار اېس اېف وویل په خوست ولایت کې د اپرېل په ۲۲ نېټه د طالبانو د حکومت امربالمعروف او نهی عن المنکر څانګې د ناز رېډیو خبریال اسمعیل سادات، د اقرا رېډیو خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ رېډیو خبریال احسان الله تسل د پلټنو لپاره راغوښتلي وو خو هم د هغه وخت راهسې پولیسو د ځآن سره ساتلي دي.

د اپرېل په شپږمه نېټه، په غزني ولایت کې د طالبانو استخباراتو د ار اېف ايي/ازادۍ رېډیو خبریال حبیب‌الرحمان تاثیر ونیولو. طالبانو د تاثیر ټېلې فون قبضه کړی او د دې رېکارډ یې کتل دی.

د اپرېل په ۱۶ نېټه، طالبانو دوه غېر حکومتي ټېلې وېژن چېنلې نور ټي وي او بریا ټي وي په دې الزام وتړل چې د اسلامي او قومي اقدارو احترام نه کوي.

د افغان خبریالانو د نیول کېدو او د دوو نورو ټېلې وېژن چېنلو د تړل کېدو په اړه د ار اېس اېف د جنوبي اېشیا د څانګې مشرې سیلا مرسېیر وویل دا د مطبوعاتو په ضد د طالبانو وروستي ګامونه دي چې خبریالان په کې په هدف کولی شي.

مرسېیر وویل هغه خبریالان په خصوصي توګه په نخښه کېږي چې د غېر ملکي مطبوعاتو دپاره کار کوي او دا الزام په لګول کېږي چې دوی د طالبانو د حکومت سپکاوی کوي.

ار اېس اېف غوښتنه وکړه چې طالبان دې څلور واړه خبریال په سمدستي ډول ازاد کړي او نور ټي وي او بریا ټي وي ته دې نشریات د بیا شروع کولو اجازت ورکړي.

د ار اېس اېف په تازه بیان د طالبانو دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی.

د مطبوعاتو او د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه وايي په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو وروسته طالبانو د مطبوعاتو د ازادۍ په ضد یو شمېر ګامونه اخیستې دي.

فعالان وايي طالبانو د بیا واکمېندو نه پس په افغانستان کې یو شمېر مطبوعاتي ادارې تړل شوي او ګڼ شمېر خبریالانو د خپل تحفظ په غرض دنده پرېښودي او یا د ملک نه وتلي دي.

ار اېف اېس وویل په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې ۲۵ خبریالان نیول شوي وو او د مطبوعاتو د ازادۍ په لړ کې افغانستان د ۱۸۰ ملکونو په فهرست کې په ۱۵۲ درجه ولاړ دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG