د صحافت د ازادۍ دپاره کار کونکي نړیوالې ادارې رېپورټرز ود اوټ بارډرز ویلي پاکستان په خبریال احمد نوراني د ټېکس نه ادا کولو الزامات ځکه لګولي چې هغه د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د معاملاتو په اړه معلومات په فېکټ فوکس نومې وېب پاڼه شایع کړي وو.
د ار اېس اېف د جنوبي اېشیا د چارو مشر ډېڼېیل باسټا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په احمد نوراني د حکومت دا الزامات چې ټېکس يې نه دی ادا کړی جعلي دي او حکومت په دې لړ کې د باور وړ هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.
باسټا وویل ثبوت د نیشت والي په سبب د پاکستان په سرکاري وکیل غږ کوي چې د نوراني خلاف دي مقدمه ختمه کړي او نور څه اقدامات دې نه اخلي.
نوراني او د هغه همکار شاهد اسلم د کال ۲۰۲۲ د نومبر په میاشت کې په فېکټ فوکس وېب پاڼه د هغه وخت د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه د مالي چارو او هغه د شته منه کېدو په اړه تحقیقاتي رپورټ شایع کړی و.
په فېکټ فوکس د باجوه په اړه رپورټ د شایع کېدو نه پس چې ار اېس اېف باجوه لیکس بللی، په پاکستان کې د فېکټ فوکس ويب سایټ ته لاس رسی بند کړی شوی و.
ار اېس اېف وویل د وېب سایټ بلاک کېدل د سېنسرشپ اقدام و چې د پوځي د اهم شخصیت تحفظ وکړي. ادارې زیاته کړه چې په پاکستان کې پوځ د ریاست دننه ریاست ګڼل کېږي.
د خلاف نوراني په مبینه توګه ټېکس د نه ورکولو مقدمه او الزامات د پاکستان تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای او فېډرل بورډ اف رېوېنیو یا اېف بي ار د کال ۲۰۱۱ د ډسمبر په ۱۵ نېټه درج کړي او وېل شوي چې هغه او شاهد اسلم خفیه معلومات افشا کړي دي. په اسلم د نوراني د مرستې الزام لګول شوی.
نوراني په امریکا کې مېشته دی او په مقدمه کې اشتهاري ملزم ټاکل شوی دی.
ار اېس اېف وايي د نوراني په نظر په هغه د حکومت د الزاماتو په شا هېڅ څه راز نشته. "ما ته د صحافت په کولو سزا راکول کېږي."
نوراني غوښتنه کوي چې هغه د اشتهاري بللو اعلامیه دې بېرته واخیستل شي ځکه چې د هغه په قول دا خبریالانو ته واضحه پېغام دی چې د اهمو حکومتي شخصیاتو متعلق دې تحقیقاتي خبرونه نه ورکوي.
ار اېف اېف وايي دا لومړی ځل نه دی چې د نوراني او یا هغه ته د نژدې کسانو د ویرولو کوښښونه کېږي. په کال ۲۰۱۷ کې په نوراني چاقوانو په لاس شپږو کسانو په اسلام اباد کې حمله وکړه خو هغه محفوظ ووتلو. په ۲۰۲۱ کې په لاهور کې د نوراني مېرمن چې د خپلو بچو سره وه، چې یو تن پې حمله وکړه او هغې ته یې د وژلو دړکه وکړه.
د ار اېس اېف په تازه بیان د پاکستان د حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.
د پاکستان پوځ او حکومت خبریالانو د زورولو رپورټونه ردوي، وايي په ملک کې مطبوعات ازاد دي.