لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس په خلا کې د اېټمي وسلو د مخنیوي دپاره د ملګرو ملتونو قرارداد مسترد کړو


د سېکیورټي کاونسل د ۱۵ مستقل غړو څخه ۱۳ ملکونو د قرارداد حمایت کړی و. روس غوښتل چې په قرارداد کې یې یو ترمیم شامل کړی شي خو چې دا و نه شوه نو قرارداد يې ویټو یا مسترد کړو. چین په قرارداد د رای ورکولو نه ډډه کړې وه
د سېکیورټي کاونسل د ۱۵ مستقل غړو څخه ۱۳ ملکونو د قرارداد حمایت کړی و. روس غوښتل چې په قرارداد کې یې یو ترمیم شامل کړی شي خو چې دا و نه شوه نو قرارداد يې ویټو یا مسترد کړو. چین په قرارداد د رای ورکولو نه ډډه کړې وه

روس د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل یا د امنیتي شورا هغه قرارداد مسترد کړو چې په کې په خلا کې د اېټمي وسلو مخنیوي غوښتنه ښوې وه.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ روس مسترد کړی قرارداد سېکورټي کاونسل ته اېټمي قوټ امریکې او چاپان په مشترکه توګه وړاندې کړی و. جاپان د دنیا یوازنی ملک دی چې په ضد يې اېټمي وسله استعمال شوې ده.

د ملګرو ملتونو دپاره د امريکې سفیرې لېنډا تامس ګرین فيلډ وویل په خلا کې د اېټمي چاودنې د خطرانو نتیجو احساس هم دا اوس شوی چې دا څنګه په خلا کې د مختلفو ملکونو او کمپنیانو سیارې ، د مواصلاتو، ساینس، موسمیاتو، زراعتو، تجارت او د قومي سلامتیا خدمات تباه کولی شي.

په ناکامه شوي قرارداد کې غوښتنه شوي وه چې د نړۍ هېوادونه دې د کال ۱۹۶۷ اوټر سپېس ټریټي یا د خلا په معاهده عمل وکړي.

په دې معاهده کې وېل شوي چې خلا د دنیا د ټولو ملکونو مشترکه ځآی دی او دا به د اېټمي او په پراخه کچه د تباهۍ د نورو وسله نه پاک ساتل کېږي. په معاهده کې دا هم وېل شوي چې سپوږمۍ او نورې سیارې به صرف د پرامنه مقاصدو دپاره استعمالېږي او خلاباز به د انسانیت د نمایندګانو په څېر ګڼل کېږي.

په قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې داسې اېټمي او نورې وسلې دې نه جوړول کېږي چې په خلا، د ځمکې په مدار کې او یا په سیارې په ځای کېدلی شي.

امریکاي سفېر تامس ګرین فیلډ وویل د روس صدر ولادېمیر پوټن په عامه دا خبره کړې چې روس په خلا کې د اېټمي وسلو تیارولو اراده نه لري. هغې زیاته کړه چې نن روس ولې دا قرارداد ويټو، مسترد، کړو.

امریکايي سفیرې پوښتنه وکړه چې ایا روس څه د پټولو کوښښ کوي؟ دا د حېرانتیا او د هغې په قول د شرم خبره ده.

د جاپان سفیر کازویوکي یامازاکي وویل د قرارداد منظورېدل به د خلا د پرامنه استعمال دریافت کولو په لړ کې مثبت او عملي ګام و.

هغه زیاته کړه چې که قرارداد منظور کړی شوی وی نو د دې اتفاق اظهار به شوی و چې په خلا کې به اېټمي او د پراخه کچه د تباهۍ وسلې به نه ځای په ځای کولی شي.

په مجوزه قرارداد کې څه نوي ذمه وارۍ نه وي لیکل شوي خو د موجوده تګلارو د نافذ کولو غوښتنه په کې شوې وه.

د سېکیورټي کاونسل د ۱۵ مستقل غړو څخه ۱۳ ملکونو د قرارداد حمایت کړی و. روس غوښتل چې په قرارداد کې یې یو ترمیم شامل کړی شي خو چې دا و نه شوه نو قرارداد يې ویټو یا مسترد کړو. چین په قرارداد د رای ورکولو نه ډډه کړې وه.

د روس سفیر وېسیلي نبېنزیا وویل نن سېکیورټي کاونسل یوبیا د امریکې او جاپان په تیار کړی شوي "خیچنه " تماشه کې ښکېل و.

روسي سفیر وویل په ترمیم کې يې غوښتنه شوي وه چې په خلا کې دې په هر ډول وسلو پابندي ولګول شي.

د چین سفیر فوکونګ وویل د قرارداد په مسوده کې د نورو بنیادي عناصرو ضرورت دی.

د فېبرورۍ په میاشت کې امریکايي چارواکو وویل روس په خلا کې د سیارو د تباه کولو دپاره وسله تیاروي. امریکايي چارواکي نه ګڼي چې دغه وسلې به په ځمکه خلک په هدف کوي او یا به په ځمکه تباهي جوړوي.

په خلا کې دا وخت په زرګونو مصنوعي سیارې موجود دي چې په کې د پوځي مقاصدو نه واخلي د موټرو د جي پي اېس پورې او د مواصلاتو د پاره د استعمال سیارې شاملې دي.

امریکايي سفیرې وویل که څه هم د سېکیورټي کاونسل قرارداد منظور نه کړی شو خو امریکا به په روغ نیت روس سره د وسلو د مخنیوي دپاره دوه اړخېزې خبرې اترې په وړاندې بیايي.

امریکا د چین د خلايي پروګرام په اړه هم تشویش لري. امریکايي چارواکي وايي چین په چټکتیا په خلا کې د وسلو ضد الات جوړوي په ځمکه خپل ځواکونه د قوي دپاره د خلا نه کار اخلي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG