لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس او نیټو د یوکرین په کړکیچ خبرې اترې


د روس صدر ولادیمیر پوټن ویلي یوکرین د روسي نسل خلک د تحفظ حق محفوظ لري. هغه وویل هغه وسله وال چې د یوکرین عسکري دستو لار يي نیولې، روسیان نه بلکه کې یوکرینیان دي
د روس صدر ولادیمیر پوټن ویلي یوکرین د روسي نسل خلک د تحفظ حق محفوظ لري. هغه وویل هغه وسله وال چې د یوکرین عسکري دستو لار يي نیولې، روسیان نه بلکه کې یوکرینیان دي
روس او نیټو به یوکرین کې روان کړکیچ باندې د شورو په ورځ برسلز کې خبرې اترې کوي چې د غربي ائتلاف او روسي استازو ترمنځ به د یوکرین په موضوع وړمبۍ نیغ په نیغه رابطه وي.
د خبرو اترو اعلان نیټو د نهې په ورځ کړی وو. نیټو وویل ناسته د نیټو مشر اینډرس فاگ راسموسن په غوښتنه رابلل شوې ده. نیټو نور څه تفصیل نه دی وړاندې کړی.
ددې نه وړاندې د نیټو چارواکو د پولینډ په غوښتنه یوه غونډه کړې وه. پولینډ د یوکرین سره شریکه پوله لري. د غونډې ورسته نیټو ویل یوکرین کې د روسي ځواکونو موجودگي د سېمې امنیت او ثبات دپاره سنگین مضمرات لري.
صدر براک اوباما واشنگټن کې د نهې په ورځ په روس غږ وکړو چې د یوکرین موقتي حکومت سره دې مذاکرات شورو کړي او نړي والو څارنکارانو ته دې د یوکرین سفر اجازت ورکړی شي چې د روس ددې دعوو تحقیقات وکړي چې یوکرین کې د روانې ناقرارۍ په وجه هلته روسي نسل شهریان د خطر سره مخ دي.
د روس صدر ولادیمیر پوټن ویلي یوکرین د روسي نسل خلک د تحفظ حق محفوظ لري. هغه وویل هغه وسله وال چې د یوکرین عسکري دستو لار يي نیولې، روسیان نه بلکه کې یوکرینیان دي.
خو د روس ددغه دریز په ځواب کې صدر براک اوباما ویلي ماسکو یوکرین کې د پوځي مداخلت هیڅ حق نه لري.
د یوکرین سرښار کییو کې د نهې په ورځ د امریکا خارجه وزیر جان کیري د یوکرین کرائمیه سیمه کې د روس د پوځي مداخلت غندنه وکړه او د یوکرین موقتي حکومت سره يي د اقتصادي مرستې لوظ وکړو. په داسې مهال چې جان کیري کییو ته رسیدو، د صدر براک اوباما حکومت یوکرین سره د توانائي په مد کې د یو ارب ډالرو مالي امداد اعلان وکړو.
د کرائمین جزیره نما د کال ١٩٥۴ راهسې د یوکرین د انتظام د لاندې ده او کال ١٩٩١ کې د روس د ماتیدو په وخت هم د یوکرین برخه وه. کرائمیه روس سره څه لږه پوله لري او د کرائمیه سیوسټاپول ساحل د روس د بلیک سي بیړې مرکز هم دی.
د کرائمیه زیاتره اوسیدونکې په نسل روسیان دي خو پکې تاتار مسلمانان هم شته، چې د روس واک اختیار نه خوښوي.
د یوکرین چارواکې وايي ماسکو کرائمیه ته د تیرې هفتې راهسې ١٦٠٠٠ عسکر لیږلې دي.
یوکرین کې اړی گړې تیر نومبر کې ددې ورسته شورو شي چې صدر یونوکویچ د یورپین یونین سره د تجارتي معاهدې په ځائې د روس اقتصادي امداد او تعلقات غوره کړل. ددې په نتیجه کې کییو او د هیواد په نورو برخو کې غرب پلوه مظاهره چیانو د روس پلوه صدر خلاف په احتجاجونو لاس پورې کړو. د احتجاجونو په ترڅ کې یونوکویچ تیره میاشت د سرښار نه وتښتیدو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG