لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اي اېم اېف: په اوکراین کې جنګ له امله به د نړۍ د اقتصادي پرمختګ کچه ټیټه وي


مالیاتي ادارې وویل چې په اوکراین کې جګړه په نړیوال اقتصاد منفي اثرات لري، تجارت یې متاثر کړی او د خوراک او د تېلو قیمتونه د جنګ په نتیجه کې زیات شوي دي
مالیاتي ادارې وویل چې په اوکراین کې جګړه په نړیوال اقتصاد منفي اثرات لري، تجارت یې متاثر کړی او د خوراک او د تېلو قیمتونه د جنګ په نتیجه کې زیات شوي دي

نړیوالې مالیاتي ادارې اي اېم اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل چې په اوکراین د روس د یرغل له امله به نړۍ د اقتصادي پرمختک کچه د اندازې نه ښکته وي.

اي اېم اېف تېر کال تېر کال ویلي وو چې سږ کال به د نړۍ د اقتصادي پرمختګ کچه شپږ اشاریه یو فیصد وي خو اوس وايي د اقتصادي ودې شرح به درې اشاریه شپږ فیصد وي.

اي اېم اېف وویل په اوکراین کې د روس جنګ اثرات په پراخه کچه خپرېږي.

مالیاتي ادارې وویل چې په اوکراین کې جګړه په نړیوال اقتصاد منفي اثرات لري، تجارت یې متاثر کړی او د خوراک او د تېلو قیمتونه د جنګ په نتیجه کې زیات شوي دي.

د نړيوال اقتصاد په اړه خپله کتنه کې د اي اېم اېف اقتصاد پوهه پریر اولېور ګورنچس وویل په اوکراین د روس یرغل په څو هفتې کې د دنیا اقتصاد ته ټیله ورکړه.

د اي اېم اېف اقتصاد پوهه وویل په داسې حال کې چې د کرونا وبا نه وروسته په نړیوال اقتصاد د بحالۍ اثار لیدل کېدل د اوکراین جګړې اقتصاد زیانمن کړو او د بحالۍ لاس ته راوړنې به لمېنځه یوسي.

اي اېف اېف وویل د روس په اقتصاد کې به اته اشاریه پنېځه فیصد کمی کېږي او د اوکراین اقتصاد کې به د 35 فیصد پورې کمی کېږي.

د اي اېم اېف د اندازې ترمخه د امریکې، چین او یورپ اقتصادونه به هم د اوکراین د جنګ دلاسه د اټکل نه په کم رفتار پرمختګ کوي.

یادونه: د دې خبر دپاره څه معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG