د برتانيې د لېبر پارټۍ پاکستانی نژاد صادق خان په درېم ځل د لندن مېر منتخب شوی، دغه بريا د برتانيې د واکمنه ګوند کنزروېټو پارټۍ دپاره د انتخاباتو نه وړاندې غټه ضربه ګڼل کيږي.
د انتخابي نتيجو ترمخه صادق خان د لسو لکو نه زيات نزدې 44 فيصده رای ترلاسه کړي او د هغه په مقابله کې د کنزروېټيو پارټۍ سون هال 11 فيصده ووټونه اخستي دي.
صادق خان په لومړي ځل په کال 2016م کې د لندن مېر منتخب شوی وو.
په نوموړي تېر کال نيوکې زياتې شوې وې، چې په لندن کې د چاکوانو حملې او جرمونو کچه سېوا شوې وه. خو ويل کيږي چې د هغه د کورونو جوړولو، ټرانسپورټ د خرڅونو کمولو، په سکولونو کې وړو ماشومانو ته د ويړيا خوراک ورکولو او د لږکيو دپاره پاليسيانو جوړولو د هغه بريا ته لاره هواره کړې ده.
خو د بريا وروسته صادق خان په خپله وينا کې ويلي، د منفي مهم سره مخامخ وو، خو خوشاله دی چې د ويرې ځواب یې په حقايقو، او کرکې ځواب یې د امېد سره او د وېشلو هڅو ته یې په يو والي سره ځواب ورکړی دی.
د برتانيې په بلدياتي انتخاباتو کې لېبر ګوند د ليور پول، ګرېټر مانچسټر او ويسټ يارک شاير د مېر انتخابات بيا ګټلي دي.
صادق خان چې 1970 کې په لندن کې زېږېدلی، مور او پلار یې د پاکستان نه برتانيې ته تللي، او د هغه پلار بيا هلته د بس ډرايور وو.
صادق خان په عام سکول کې زده کړې کړي او بيا د وکالت ډګري ترلاسه کړې وه. هغه په 2005م کې د لېبرپارټۍ څخه سياست پيل کړی وو.
Forum