د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشره او فعاله ثنا اعجاز وايي د پېښور هايکورټ امر کړی چې د هغې نوم دې د سفري بندېزونو د نوملړ (اي سي اېل) څخه لرې کړی شي.
وي اوای ډيوه سره په خبرو کې اعجاز وويل، د هغې نوم تېر کال د دسمبر په مياشت کې په اي سي اېل کې اچول شوی ؤ.
هغه وايي یواځې دهغې نه بلکې د پي ټي اېم د مشرانو منظور پشتين، سېد عالم محسود، علي وزیر، محسن داوړ او بلال مسید نومونه هم په اي سي اېل کې اچول شوي وو.
اعجاز زياته کړه هغه بيا د مارچ په مياشت کې پېښور هايکورټ ته تللې چې نوم يې بې د کوم شرط څخه لرې کړی شي خو وايي هغې ته اول عدالت د پينځه، پينځه، ملينه روپو دوه مچلکو ويلي خو بيا يې عدالت ته د دغو روپو کمولو خواست کړی او عدالت ته يې د يو، يو ملين روپو دوه مچلکې جمع کړي دي.
اعجاز وايي په دوی تورونه لګول شوي وو چې دوی د رياست، رياستي ادارو او حکومت پرضد د کرکې وېناګانې کړي او د هغې په اساس د دوی نومونه په اي سي اېل کې اچول شوي وو.
اغلې وايي د پېښور هايکورټ مشر قاضي وقار احمد سېټهـ د هغې د نوم د اي سي اېل څخه لرې کولو امر کړی دی او اوس هغه په تمه ده چې عدالت اړونده ادارو ته امر وکړي چې هغه د سفري بندېزونو د نوملړ څخه بهر کړي.
نوموړې زياتوي دوی د سياسي غړي په توګه په دې رياست کې ژوند کوي دوی د عدالتي کاروايانو څخه نه ويريږي خو ادارې د دوی پرضد قانون کاروي او جبر پرې کوي.
هغې وويل دوی د پي ټي اېم هلې ځلې دوامداره ساتي خو د دوی پرضد قانون او ائین کارول کيږي خو د دې هر څه باوجود به دوی کله هم د خپل حق غوښتنې نه په شا نه شي.