د بلوچستان د کورنیو چارو مخکینی او د پاکستان د کورنیو چارو مخکینی نګران وزیر سرفراز احمد بګټی بې له مقابلې د دې صوبې د نوي وزیراعلی په توګه ټاکل شوی دی.
د رېډیو پاکستان د خبر له مخې د سرفراز بګټي د وزیراعلی کېدو رسمي اعلان به سبا د شنبې- خالي په ورځ یوولس بجې د اسمبلۍ په غونډه کې کېږي او بیا به مازدیګر په ګورنر هاوس کې د خپلې څوکۍ لوړه کوي.
د بلوچستان د وزیراعلی د څوکۍ لپاره د کاغذونو جمع کولو لپاره د جمعې په ورځ تر پینځو بجو وخت ټاکل شوی وو، خو په مقابله کې یې بل څوک ونه درېد او د پیپلز ګوند کامیابه شوی غړی سرفراز بګټی د صوبې وزیراعلی منتخب شو.
سرفراز بګټي پر ایکس باندې په یو پوسټ کې د پیپلز ګوند د مشر آصف علي زرداري، مرستیال مشر بلاول بټو، د خپل ګوند او د ډېره بګټي د خلکو مننه کړې چې وایي ده ته یې د بلوچستان د خلکو د خدمت موقع ورکړې ده:
"خدای دې ماته هدایت وکړي او مرسته دې راسره وکړي چې په دې درنه ذمه وارۍ کې انصاف وکړم".
سرفراز بګټی په اوسني نګران حکومت کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر وو، خو تر انتخاباتو څه موده مخکې یې له خپلې څوکۍ استعفی ورکړه او له ډېره بګټي سیمې صوبایي اسمبلۍ ته امیدوار شو.
سرفراز بګټی د تېر کال د اکتوبر میاشتې په پیل کې هغه وخت په نړیوالو رسنیو کې ډېر وځلېد چې د نګران حکومت له خوا په پاکستان کې بې اسناده مېشتو کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ مخکې له ملکه د وتلو اعلان وکړ.
پیپلز ګوند په بلوچستان اسمبلۍ کې 11 څوکۍ ګټلې دي او له مسلم لیګ ن ګوند سره یې د مرکز غوندې په دې صوبه کې هم د ګډ حکومت جوړولو پرېکړې کړې ده او داسې ویل کېږي چې د صوبې ګورنر به د مسلم لیګ ن ګوند وي.
Forum