د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلا سرفراز بګټي ويلي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې د بلوچستان پولیسو قربانۍ ورکړي او زياته کړې یې ده، ترهګر به د ځالو نه راويستل کيږي او منطقي انجام ته به رسول کیږي.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه نوموړي د بلوچستان پوليسو 100م پاسنګ اوټ پرېډ ته په وينا کې دغه خبره کړې ده.
بګټي ويلي، ترهګري چې په هر شکل کې وي د غندنې وړ ده، نوموړي د نوم اخستو پرته ويلي، ترهګرو ته د ګاونډي هيواد د ايجنسۍ (را) ملاتړ ترلاسه دی. را د هند استخباراتي اداره ده.
پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي د هند استخباراتي اداره په پاکستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ په پېښو کې لاس لري، خو هند وړاندې دغه ډول تورونه رد کړي دي.
د بلوچستان صوبې وزیراعلا ويلي، د ترهګرۍ ضد جګړه يواځې د امنيتي ځواکونو نه ده بلکې دا د ټولو ده، صوبايي حکومت په ترهګرۍ او جرمونو کې ککړو کسانو پرضد ګېره تنګوي او د قانون منګولو ته به یې راولي. هغه ويلي ترهګرۍ به ماتې ورکول کیږي.
د پاکستان بلوچستان صوبه کې د اوږدې مودې راهسې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې دوام لري. په وروستيو څو مياشتو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ زياتې پېښې هم په پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې شوي دي.
بلوچستان کې د بې درکه بلوڅو معلومولو دپاره مبارزه کوونکي تنظيمونه (وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز) او بلوڅ يکجهتي کمېټي تور لګوي، په صوبه کې بلوڅ په زوره بې درکه کيږي، بيا یې مړي ترلاسه کیږي او ياد تنظيمونه په سي ټي ډي پوليسو تور لګوي چې په جعلي مقابلو کې د بې درکه کسانو وژنې کوي.
د بلوچستان حکومت دغو دعوو ته تازه غبرګون نه دی ويلی او نه د بلوچستان وزيراعلا په خپله وينا کې د بې درکه بلوڅو په اړه څه ويلي دي.
خو حکومت او ادارې اکثره وايي، د بې درکه بلوڅو دپاره مبارزه کوونکي تنظيمونه چې کوم خلک بې درکه شمېرې يا ګڼي هغوی په بېلتون خوښو ډلو کې شامل شوي، د رياست پرضد هلوځلو کې ککړ وي يا د ملک څخه بهر وتلي، او يا د امنيتي ادارو سره په عملياتو يا نښتو کې وژل کيږي
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلیکټ اېنډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، تېر د مې په میاشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې 12 فيصده سېوا شوي او امنيتي ځواکونو 82 جنګيالي وژلي وو.
د روانې مياشتې په درېمه نېټه خپور کړي رپورټ کې پيکس ويلي وو، د اپرېل د مياشتې په مقابله کې په مې کې ترهګري سېوا شوې او وژنو کې هم 29 فيصده اضافه ليدل شوې وه.
په رپورټ کې د مې په مياشت کې په ملک کې د 86 ترهګرو پېښو ويل شوي، 90 کسان پکې وژل شوي چې پکې 48 ملکي وګړي، 22 امنيتي ساتونکي او 20 جنګیالي شامل وو.
پيکس ويلي وو، د مې په میاشت کې د پاکستاني پوځ، نورو امنیتي ادارو او پولیسو د کارروايانو په وخت 70 کسان وژل شوي، 62 پکې جنګيالي او اته د امنيتي ځواکونو غړي شامل وو. د رپورټ ترمخه د مې په مياشت کې په مجموعي ډول 82 جنګيالي وژل شوي، 62 پکې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او 20 د حملو په وخت ځوابي عملياتو کې وژل شوي وو.
پيکس ویلي وو، په تيرو اووه کلونو کې د جنګیالو د وژنو دا شمېره په کومه يوه میاشت کې تر ټولو زياته شمېره وه.
په رپورټ کې ويل شوي د مې په مياشت کې په 86 پېښو کې 33 په پخوانۍ فاټا، 24 په خېبرپښتونخوا او 23 په بلوچستان کې شوې وې.
پيکس ويلي وو، د روان کال (2024م) په لومړو پينځو مياشتو کې په ملک کې د ترهګرۍ ټولې 409 پېښې شوې، 414 کسان پکې وژل شوي او 474 ژوبل شوي وو.
Forum