لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا دې د پښتونخوا برخه شي - سرتاج عزيز


د پاکستان د وزيراعظم د باندينو چارو صلاح کار سرتاج عزيز ويلي دي د فاټا د خلقو خواهش دی چې فاټا دې د پښتون خوا صوبې سره یو شي- هغه د ډیوه په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې اوویل چې هغه د فاټا د اووه ایجنسیو په سفر کې د ټولو خلقو د اکثریت دغه خواهش واوریدلو چې فاټا دې د پښتون خوا صوبې برخه شي- هغه اوویل په هر ځاېی کې به ورته خلقو شعارونه کول چې گو ایف سي آر گو-

سرتاج په فاټا کې د ايني اصلاحاتو لپاره د وزیراعظم نواز شريف لخوا د جوړې کميټۍ مشر دی او هغه په څو میاشتو کې د فاټا د ټولو علاقو د سفر او خلقو سره خبرو اترو وروستو خپل تجويزونه حکومت ته وړاندې کړي دي-

هغه اوویل فاټا به د پينځه کالو په موده کې په پښتون خوا صوبه کې شامل کړې شي- سر تاج عزيز دا هم اوویل چې په موقتي توگه به په فاټا کې به لکه د نور هیواد په شان هاي کورټ او سپريم کورټ عدالتونو کار شورو کړي خو که څوک غواړي چې خپلې مسلې د جرگې د لارې هوارې کړي نو دا کار به د رواج ایکټ لاندې کیږي خو ددغه رواج ایکټ د کومې پریکړې په ضد به په عدالت کې اپيل کیدلې شي- ښاغلي عزيز د یوې پښتنې په ځواب کې اوویل چې په فاټا کې ټول ايني اصلاحات یو دم ځکه ن‍‍شی کیدلې چې هلته د کډوالو، دمسلې څخه علاوه د پرمختگ او امن کارونو سرته رسولو په خاطر د یوې کوټلې حکومتي منصوبې سر ته رسولو کې وخت پکار دی-

ښاغلي عزيز اوویل چې په فاټا کې به په راتلونکي کال کې لکه د نور هیواد په شان بلدیاتي انتخابونه هم وشي-

دا وخت د پاکستان د قبايلي سيمو فاټا په اووه ایجنسیو کې حکومتي انتظام د وفاقي حکومت د یو افسر پوليټکل ایجنټ په لاسو کې دی او پوليټکل ایجنټ په دغه سيمه کې د انگریز راج د زمانې د قانون فرنټير کرایمز ریگولیشن ایکټ، ایف سي آر لاندې نه یواځې دا چې ددغه علاقو انتظامي واکمند وي بلکې د خلقو تر منځه د شخړو فیصلې یا قانون په ځاېي کولو کې خلقو ته سزاگانې هم ورکوي – د پوليټکل د کومې فیصلې خلااف چاته د اپيل حق نه وي-

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:41 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG