لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین یوې نوې د اړیکو نیولو سپوږمکۍ (سیاره) کار پیل کړ


د چین ملي خلایي اداره وایي، د شینجیان-۱۳ په نوم د اړیکو یوه نوې سپوږمکۍ یې خلا ته سپارلې ده، چې ډېر زیات ظرفیت ولري. د چین خلایي اداره وایي دا په نړۍ کې د خپل رنګ یواځینۍ سپوږمکۍ ده.

د چین ملي خلایي اداره وایي، د شینجیان-۱۳ په نوم د اړیکو یوه نوې سپوږمکۍ یې خلا ته سپارلې ده، چې ډېر زیات ظرفیت ولري. د چین خلایي اداره وایي دا په نړۍ کې د خپل رنګ یواځینۍ سپوږمکۍ ده.

دغې سپوږمکۍ تر کار پیلولو مخکې له مځکې سره د زښته تېزو دوه اړخیزو وړانګو په وسیله د اړیکو ازموینه تر سره کړې ده.

د دې خلایي سپوږمکۍ مشر ډیزاینوونکی لي فینګ وایي، دا خلایي سپوږمکۍ به د چین په لرو پرتو سیمو کې د اړیکو له مرکزونو سره تړل کېږي، چې د لرې واټن تعلیمي ستونځې به هواروي، ډیجیټل خبرونه به را غونډوي او د بیړنیو اړیکو اړتیا به پوره کوي. فینګ وایي:

"دا به ګرانه وي چې پر مځکه هر ځای د اړیکو منتقلېدو ته د لاسرسي مرکزونه جوړ شي، خو د سپوږمکۍ اړیکې په دې برخه کې فطري ګټه لري. نور او لا نور هېوادونه غواړي دا ډول د لوړ ظرفیت سپوږمکۍ خلا ته ولېږي، چې د خلکو د اړیکو د منتقلېدو زیاتېدونکې غوښتنې پوره شي"

انجینېر لي فینګ وایي، په هغه سیمه کې چې د لوړ ظرفیت لرونکې سپوږمکۍ کار کوي، که څوک د سپوږمکۍ له شبکې سره د تړون ستنه یا پایه ولري، دا کولای شي چې د اړیکو د منتقلېدو لپاره د براډبېنډ اسانتیا ورته برابره کړي او په وسیله یې زیات تېز انټرنیټ وکاروي چې تر ۱۰۰ مېګابایټ زیات وي.

شینجیان-۱۳ سپوږمکۍ د چین په جنوب لوېدیځ کې "د سپوږمکيو د پیل مرکز" څخه د ۲۰۱۷م کال په اپرېل میاشت کې خلا ته لېږل شوې ده، چې کولای شي په یو شېبه کې له ځانه سره ۲۰ ګېګابایټ ولېږدوي او تر ۱۵ کلونو پورې په خلا کې پاتې شي.

دغه سپوږمکۍ- چې تر کار پیلولو وروسته په هانګشینګ (سور ستوری) نومول شوې- به په خلا کې په ښه توګه انټرنیټ ته هم لاسرسی پیدا کړي، چې په یوه شېبه کې به د ۱۵۰ مېګابایټ وزن کښته کولو او ۱۲ مېګابایټ پورته کولو ظرفیت ولري.

چین غواړي تر دې هم د لوړ ظرفیت سپوږمکۍ خلا ته ولېږي او په ۲۰۲۰م کال کې د اړیکو یوه داسې شبکه جوړه کړي، چې د چین او اېشیا ارام سمندر تر منځ سیمو ته په یوه شېبه کې ۲۰۰ ګېګابایټ انټرنیټ انتقال کړي.

د چین ملي خلایي اداره وایي، هېواد به یې په ۲۰۲۵م کال کې ۲۲ د اړیکو سپوږمکۍ ولري، چې په نوي طرز به جوړې وي او نوي ظرفیتونه به ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG