لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اختر اعلان وکړو


متحده عرب اماراتو او قطر هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اختر اعلان کړی دی
متحده عرب اماراتو او قطر هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اختر اعلان کړی دی

سعودي عرب د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې ورکوټې اختر یا عیدالفطر به د شورو، چهارشنبې، په ورځ لمانځل کېږي.

د سعودي عرب حکومتي خبري ادارې وویل سپریم کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځې اخېرۍ روژه اعلان کړه او ويې وېل چې اختر په د شورو، چهارشنبې، په ورځ وي.

سعودي مطبوعاتو وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د اختر یا د شوال میاشت ونه ليدل شوه.

متحده عرب اماراتو او قطر هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اختر اعلان کړی دی.

د پاکستان رویت هلال کمېټي چې د شوال میاشت ګوري او د اختر اعلان کوي، میاشت کتلو دپاره به د نهې، سه شنبې، په ورځ غونډه کوي.

د رېډیو پاکستان د رپورټ ترمخه، د غونډې مشري به د کمېټۍ چېیر مېن مولانا عبدالکبيء کوي.

د پاکستان حکومت د اپرېل د میاشت د لسمې نېټې د اختر د رخصتیو اعلان کړی دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG