لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان سېمه اېز فشار او د محمد بن سلمان سفر


د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان تیره شپه اسلام اباد ته د رسیدو څو ساعته وروسته، د ریاض او اسلام اباد تر منځه د شل بېلینه ډالره سرمایه کارۍ یو شمیر لوظنامې لاسلیک شوي.

د لوظنامو لاس لیک کولو وروسته محمد بن سلمان یوې دستورې ته په وینا کې محمد بن سلمان ووېل چې د ۲۰ بېلینه ډالرو دغه لوظنامې د لومړي پړاو لپاره لوې لوظنامې دي، او دا به په راتلونکې میاشتو او کلونو کې نورې هم سېوا کیږي کومې چې به د دواړه هیوادونو لپاره ګټه ورې وي.

محمد بن سلمان په خپله وینا کې د پاکستان سره خپلې دوه اړخیزه اړیکې مهمې وبللې او زیاته يې کړه چې د ولي عهد جوړیدو وروسته يې د خپل لومړي سفر لپاره ځکه پاکستان ټاکلی.

نوموړي وویل: ٫٫ په راتلونکي وختونو کې به پاکستان ډیر مهم هیواد وي او مونږ غواړو چې مونږ د دغې برخه شو.٬٬نوموړي زیاته کړې ٫٫ مونږ په خپله سېمه باور لرو نو ځکه دلته سرمایه کاري کوو. مونږ ګڼو چې په راتلونکې وختونو کې به منځني ختیځ یوه ستره سیمه جوړیږي چې پولې به يې د پاکستان سره لږیدلي وي.٬٬

په دغه مهال د وینا په وخت د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سعودي عربستان لخوا د تیلو پاکولو، پېټرولیم، توانايۍ او نورو برخو کې د سرمایه کارۍ هرکلی وکړو. عمران خان وويل ٫٫زمونږ سره د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه ده. زمونږ د چین سره اړیکې دي نو مونږ سعودي عربستان ته هرکلی وایو چې زمونږ سره په دغه منصوبه کې ملګری شي. ځکه سي پېک منصوبه یو روښانه راتلونکی لري.٬٬

د سعودي عربستان او پاکستان تر منځه قوي سیاسي، کلتوري، اقتصادي او دفاعي اړیکې دي. سعودي عربستان کې نژدې ۲۵ لکه پاکستانیان کارونه روزګارونه کوي. ریاض اسلام اباد ته د تیلو ورکولو مهم هیواد دی. سعودي عربستان وخت په وخت د پاکستان کمزوري اقتصاد ښه کولو لپاره په کمو پېسو تیل او نغد امداد هم ورکړی.

د سعودي عربستان لخوا په پاکستان کې دومره لویه سرمایه کارۍ ته د عمران خان په اقتصادي توګه د ستونزو او چیلنجونو ښکار نوی حکومت د یوې لوې اوږې یا مرستې په توګه ګوري.

ایراني چارواکود پاکستان نه غوښتنه کړې په سیستان بلوچستان کې برید کونکي کسان دې انصاف ته مخامخ کړي.
ایراني چارواکود پاکستان نه غوښتنه کړې په سیستان بلوچستان کې برید کونکي کسان دې انصاف ته مخامخ کړي.

د محمد بن سلمان سفر او په پاکستان سېمه ايز فشار:

سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان دا سفر په داسې وخت کوي چې پاکستان د خپلو دوو ګاونډي هیوادونو هندوستان او ایران سره اړیکې د خطرناکه حده پورې ترینګلې شوي دي. د هندوستان سره د دغه تاو تریخوالي علت تیره اونۍ د هند د ولقې لاندې کشمیر کې د بارودي موادو ډک یو ګاډي په برید کې د ۴۰ نه سېوا هندي امنیتي عسکر وژل کېدل دي.

د یاد برید وروسته هندوستان په پاکستان تور لګولی چې په دغه برید کې لاس لري خو پاکستان دغه تورونه رد کړي او زیاتوي دغه تورونه بې ځایه دي.

د هندوستان حکومت ژمنه کړې چې د هندي کشمیر برید وروسته به د پاکستان نه د دغې بدل اخلي او په نړیوله توګه به يې یواځې کوي. د هندوستان د دغه تورونو وروسته پاکستاني مشرانو دغه تورونه بې بنیاده بللي او ژمنه يې کړې چې کې نوي دیلي د اسلام اباد سره ثبوتونه شریک کړي نو په پلټنو کې به ورسره مرستې کوي.

د پاکستان بل ګاونډي ایران هم په پاکستان تور لګولی چې په پاکستان کې مېشت ایران مخاله ډلې د ایران سیستان بلوچستان ایالت په زاهدان ښار کې شوي برید پلان تیار کړی. تیره اونۍ شوي دغه برید کې د ایران انقلابي دستو ۲۷ کارکونکي وژل شوي وو.

ایراني چارواکو بیا د پاکستان نه غوښتنه کړې چې په سیستان بلوچستان کې برید کونکي کسان دې انصاف ته مخامخ کړي.

پاکستان د خپل ګاونډي ایران سره د ترهګرۍ پرضد ډیرې نژدې اړېکې لري او چارواکي ګڼي د دغه دواړه ګاونډي هیوادونو اړېکې په نژدیو کلونو کې ډیرې ښې شوي دي.

پاکستاني چارواکي دغه خبره هم ردوي چې ګنې د ریاض سره د اسلام اباد ژورې اړېکو د تهران سره اړیکو ته زیان رسوي.

د ایران او سعودي عربستان سره په اړیکو توله ساتلو کې پاکستان تل د پام نه کار اخستی. زیاته سني ابادي لرونکي پاکستان د سني سعودي عربستان سره تل ژورې اړیکې پاتې شوي.

خو د شیعه ایران سره بیا پاکستان ۹۰۰ کلومیټره بې وزله پوله لري. د ۲۰۰ مېلینه ابادۍ لرونکي پاکستان پېنځمه برخه شیعه مسلمانان دي چې د ایران سره نژدې کلتوري او مذهبي اړېکې ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG