د پاکستان په سفر تللي د سعودي د بهرنیو چارو وزیر اؤ ورسره مل پلاوي د پاکستان د صدر اصف علي زرداري اؤ وزیراعظم شهباز شریف سره لېدنې کړي اؤ ورسره یې پاکستان کې د سرمایه ګزارۍ په یو شمیر پروژو اؤ د دوه اړخیزه تعلقاتو په لا پراخولو خبرې اترې کړې دي.
پاکستان ته د سعودي عرب لوړ رتبه حکومتي پلاوي خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې په منځني ختیځ کې تاؤ تریخوالی ورځ تر بلې سیوا کیږي او د اسرایل-ایران ترمنځ تازه شخړې د سیمې د هیوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د سعودي عرب په دې پلاوي کې د سعودي د پانګونې مرستیال وزیر انجنیر ابراهیم بن یوسف المبارک، د د چاپېریال، اوبو او کرنې وزیرانجنیر عبدالرحمن بن عبدالمحسن الفضلي، د صنایعو او کاني زیرمو وزیر انجینر بندر بن ابراهیم بن عبدالله الخریف او د سعودي عرب نور لوړ پوړي چارواکي او سفارتکاران شامل دي.
د نهې - سه شنبې په ورځ پاکستاني رسنیو کې مخې ته د راغلو رپورټونو له مخې په دې لېدنه کې وزیراعظم شهباز شریف د سعوي عرب پلاوی پاکستان کې د سرمایه کارۍ د غوره فرصتونو څخه خبر کړی اؤ هغوي ته یې دپاکستان دننه د ټرانسمیشن لاینز، سولر اؤ کان کیندنې پروژو کې د سرمایه ګزارۍ په اړه وړاندیزونه هم ورکړي دي.
د لیدنې په مهال وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې پاکستان او سعودي عرب خپلو کې د ورورولۍ کلکې اړیکې لري چې بدیل یې نه لیدل کیږي .
هغه وویل چې سعودي د ازمیښت په هره شېبه کې د پاکستان سره لاس امداد کړی دی اؤ پاکستان سعوي سره خپلو اړیکو ته د ویاړ په سترګه ګوري.
وزیراعظم هیله ښکاره کړې ده چې پاکستان ته د لوړ پوړي سعودي پلاوي دا سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اسټریټجکي اؤ تجارتي اړیکو یو نوی باب پرانزي .
هغه ویلي چې پاکستان د سعودي سره خپلو تجارتي اړیکو اؤ د سرمایه کارۍ څانکه کې مرستې ته د ودې ورکولو لیواله دی.
په دې لیدنه کې وزیرعظم د سعوي پلاوي ته دپاکستان له لوري د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړې ده.
ډان ورځپاڼه وایي په لیدنه کې د سعودي خارجه وزیر د پاکستان سره خپلو تجارتي اړیکو اؤ د سرمایه کارۍ څانګه کې د مرستو پراخولو هوډ څرګند کړو .
تر دې وروسته د سعودي پلاوي د پاکستان صدر اصف علي زرداري سره هم لیدنه کړې اؤ د دوه اړخیزه تعلقاتو په لا پیاوړتیا اؤ تجارتي اړیکو اؤ سرمایه کارۍ ته په ودې ورکولو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
صدر زرداري د سعودي پلاوي سره د لیدنې په مهال ویلي چې پاکستان اؤ سعودي د لسیزو زړې اړیکې لري اؤ مونږ دا تعلقات د اوږدې مودې په تزویراتي،اقتصادي شراکت دارۍ کې بدلول غواړو.
د سعودي د خارجه وزیر په مشرۍ دا پلاوی تېره ورځ اسلام اباد ته رارسیدلی ؤ.
ناقدين وايي، په وروستيو کلونو کې پاکستان کې په دولتي کچه د سعودي عرب د پانګونو دعوې کړې خو نتيجې یې مخې ته نه دي راغلي. د سعودي عرب لوړ پوړی پلاوی په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې ايران د اتوار په ورځ په اسرايل د ډرون او ميزايلو برید کړی دی.
څيړونکي وايي، په مينځني ختيځ کې سېوا کېدونکی کړکېچ به د سعودي عرب او پاکستان د خبرو مهمه موضوع وي. ايران د پاکستان سره 900 کلوميټره پوله لري.
په پاکستان کې د انګرېزي ژبې ورځپاڼې دې نیوز د خارجه چارو د وزارت او په اسلام اباد کې د ایران د سفارت له خولې لیکلي چې د ایران صدر ابراهیم رییسي به هم اسلام اباد ته په راتلونکې اونۍ کې دوه ورځنی سفر کوي.
ورځپاڼې د هغه د سفر نېټه د اپرېل ۲۲مه ښودلې ده.
دا به د ایران او اسرایلو ترمنځ له تازه لانجې وروسته بهر ته د ایراني ولسمشر لومړنی سفر وي.
اسرایل ویلي، ايران د اتوار په ورځ په اسرايل 320 ډرون او ميزايلې داغلي، خو د امریکې او نورو هیوادونو په ملاتړ یې 99 فيصده راغورځولي دي.
Forum