لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صوابۍ: لس کلنه ماشومه د جنسي تيري وروسته وژل شوې


د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې په يوه کم عمره ماشومه جنسي تيری شوی او د هغې وروستو وژل شوې ده.

ياده پېښه د صوابۍ ضلعې په يارحسېن علاقه کې د شورو، چهارشنبې په ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.

د يارحېسن پوليس تاڼې افسر (محرر) امان خان وي او ای ډیوه رېډيو سره په خبرو کې وويل، د دغه ماشومې د پلار کور په کراچۍ کې دی خو دا د خپلې مور سره د ماماګانو کره راغلې وه.

هغه وويل دغه ماشومه پرون ماسپښين د کوره وتلې او بيا تر ډېره وخته پورې کور ته نه وه ستون شوې او د هغې وروستو بيا پوليس ته خبر شوی او د لس کلنې ماشومې جسد بيا دوی ته د ګنو د پټي نه ترلاسه شوی دی.

پوليس افسر وويل دوی د ماشومې طبي يا مېډيکل معاينه کړې او ډاکټر پوليس ته په ابتدايي رپوټ کې ویلي چې په ماشومې جنسي تېری شوی دی.

نوموړي وويل د ماشومې خپلوانو په وقار نومې تن د ماشومې سره د جنسي تيري او وژنې مقدمه درج کړې او دغه تن پوليسو نيولی دی پرضد يې قانوني چارې کولی شي.

په خېبرپښتونخوا کې د بشري حقونو د سازمان مرستيال مشر کامران وايي، دا پېښې يواځې په خېبرپښتونخوا نه بلکې په ټول پاکستان کې رامنځته کيږي او د دې يواځينې علت دا نه دی چې خلک پوهه نه لري بلکې نوموړی وايي دلته نه يواځې د کم عمره ماشومانو سره دغه ډول پېښې رامنځته کيږي بلکې هر ډول جرمونه کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د کمزوري پوليسينګ يا پوليس د کمزوري رپوټ او پلټنو د لاسه تورن يا په پېښه کې ککړ تن يا کسانو ته ګټه ورسي او هغه ته سزا ور نه کړی شي.

کامران وويل يواځې د دغو پېښو نه بلکې د هر ډول جرم دپاره موجوده قوانين که په عمل کې راوستی شو خلکو ته کره سزاګانې ورکول پېل شو، د جرمونو د مخنيوي غوره لار هم دغه ده.

هغه وويل د ماشومانو سره د جنسي تيري پېښې د وړاندې نه رامنځته کيږي په ټول ملک کې دا ناوړه عمل کيږي خو بايد خلک په دې غلي پاتې نه شي پوليس پرې خبر کړي.

هغه وويل په دغه ډول جرمونو کې ککړ ډېر کسان که د سزاګانو نه بچ پاتې کیږي د هغې يو مهم علت هم دا دی چې خلک په دغه ډول پېښو غلي پاتې شي او مجرم ته د سزا نه بچ کېدو لاره هواره شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG