لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سپريم کورټ د انتخاباتو ضد خواست کوونکی پخوانی پوځي افسر پينځه لکه روپۍ جرمانه کړ


د پاکستان سپريم کورټ د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو غېر قانونه ګرځولو خواست خارج کړی او خواست کوونکي پخواني پوځي افسر بريګيډير علي ‏خان ته یې د پينځه لکه روپو جرمانه اورولې ده.‏

د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ درې کسيزه بنچ نن په ياد خواست اورېدنه کړې او نوموړي چيف جسټس پوښتنه کړې، دا علي ‏خان څوک دی؟ په ځواب کې اډيشنل اټارني جنرل عدالت ته ويلي، دا د پوځ پخوانی بريګيډير دی او په ‏‎2012‎م کې یې کورټ مارشل شوی د پوځي قانون ‏لاندې ورته سزا ورکړل شوې وه.‏

د ګل-دوشنبې په ورځ سپريم کورټ د انتخاباتو کالعدم ګرځولو دپاره عدالت ته په شوي خواست اورېدنه کړې، او د خواست کوونکي پخواني بريګيډير ‏عدالت ته ‏وړاندې کولو حکم یې کړی وو.‏

د رپورټونو ترمخه عدالت په نننۍ اورېدنه کې، د خواست کوونکي د غېر حاضرۍ له امله عدالت خواست خارج کړی او علي خان ته یې د پينځه لکه روپو ‏جرمانه اورولې ده.‏

عدالت ویلي، د خواست کوونکي ايمېل ورته ترلاسه شوی او ويلي يې دي چې هغه په بهر ملک کې دی.‏

د عدالتي حکم ترمخه، داسې ښکاري خواست کوونکي په مطبوعاتو د خواست خبر خپور کړی او ملک یې پرېښودی دی. عدالت دا هم ويلي چې کورټ ‏مارشل شوی تن دې د پوځ عهده ونه کاروي.‏

په ‏‎2012‎م کې د پاکستان پوځ ياد افسر علي خان پرضد د توندروه ډلې حزب التحریر سره د اړیکو پرسر کورټ مارشل شوی وو.‏

علي خان د پنجاب د پېنډۍ ښار نه په پوځ کې د بغاوت خورولو او د کودتا يا په اقتدار د قبضې د هڅې په تورونو کې نيول شوی وو. ‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG