د پاکستان سپریم کورټ د پارلېمنټ د غړو دپاره د ټول عمر نااهلي ختمه کړه او په دې اړه يې د کال ۲۰۱۸ خپله فېصله بېرته واخیستله.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د سپریم کورټ د مشر جج جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ کې د عدالت د فېصلې په رڼا کې به د پخواني وزیراعظم نوازشریف او د استحکام پاکستان پارټۍ جهاګیر ترین نااهلي ختمه شي او په اینده انتخاباتو کې به د ودرېدو اهلیت ولري.
سپریم کورټ په خپله فېصله کې وویل پارلېمنټ د نااهلۍ مېعاد پينځه کاله کړی دی او عدالت د پارلېمنټ د قانون احترام کوي.
په ۲۰۱۸ کې د سپریم کورټ د هغه وخت مشر جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې پينځه کسیزه بېنچ فېصله کړې وه چې د ایین د ۶۲ ون اېف مادې دلاندې پارلېمنټ دپاره نااهل ټاکل شوی سیاستدان به د ټول عمر دپاره نااهل وي. د دې فېصلې په ضد سپریم کورټ ته ګڼ شمېر درخواستونه ورکړی شوي وو.
که څه هم د ایین دغې مادې دلاندې سزا شوي تن دپاره د وخت تعین نه دی شوی خو معنا يې تل عمري نااهلي اخیستل کېږي.
په ۲۰۲۰ کې چې د هغه وخت وزیراعظم عمران خان حکومت ختم شو او د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د پاکستان ډېموکرېټېک موومنټ، پي ډي اېم، مخلوط حکومت جوړ شو نو تېر کال د جون په میاشت کې يې د الېکشن په قانون کې ترمیم وکړو او د ايين د ارټېکل ۶۲ ون اېف دلاندې پارلېمنټ دپاره د نااهلۍ موده يې پينځه کاله کړه او دا قانون یې منظور کړو چې پينځه کاله وروسته سزا شوی تن بیا د قومي او صوبايي اسمبلۍ دپاره اهلیت لرلی شي.
وېل کېدل چې د نوي ترميم تر ټولو زیاته ګټه به پخواني وزیراعظم او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر نوازشریف او جهاګیر ترین ته وي چې د تل عمري نااهلۍ د ختمېدو لاره به يې هواره شي.
د کال ۲۰۱۸ په فېصله کې سپریم کورټ نواز شریف او جهانګیر ترین د ارټیکل ۶۲ ون اېف دلاندې د صادق او امین په شرط نه پوره کېدل.
پارلېمنټ دپاره تل عمري نااهلۍ فېصله د جسټس فایز عیسا په مشرۍ کې اووه کسیزه بېنچ واوروله چې په کې جسټس منصورعلي شاه، جسټس یحیا افریدي، جسټس امین الدین خان، جسټس جمال مندوخېل، جسټس محمدعلي مظهر او جسټس مسرت هلالي شامل وو. جسټس یحیا افریدي اختلافي نوټ لیکلی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum