د پخواني وزیراعظم عمران خان پلوي دویم خبریال سمیع ابراهیم بې درکه شوی دی. د هغه نه مخکې خبریال عمران ریاض خان هم پولیس ګرفتار کړی و او لا بې درکه دی.
مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکونکي ادارې رېپورټرز ود اوټ بارډرز، ار اېس اېف، په پاکستان موجوده صورتحال صحافیانو دپاره د تشویش وړ بللی دی.
ار اېس اېف ویلي د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ په ضد د احتجاجونو په مهال په خبریالانو حملې شوي، او اووه خبریالان د لږ وخت دپاره ګرفتار کړی شوي وو.
خبریال عمران ریاض خان پولیس د می په ۱۱ نېټه د سیالکوټ په هوايي اډه ګرفتار کړی او ار اېس اېف وایي تر اوسه يې درک نه دی معلوم.
د سمیع ابراهیم په اړه اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې وویل پولیس د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو ټويټ کې د هغه د بې درکه کېدو اعلان وکړو.
د ابراهیم کورنۍ او په کراچۍ کې مېشته بول ټېلې وژن هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې خبریال تښتول شوی دی.
ای پي وايي ابراهیم د عمران خان د جانشین وزیراعظم شهبازشریف مخالف و.
بول ټېلې وژن چېنل وویل چې نامعلومه کسانو سمیع ابراهیم د شورو، چهارشنبې، په ورځ وتښتولو.
پولیس ته شکایت کې د ابراهیم یو ورور علي رضا وویل سمیع ابراهیم په خپل موټر کې کور ته روان و چې په څلورو موټرو کې سورو اتو کسانو د هغه لاره ونیوله او د ځان سره يې بوتلو او د هغه ډرایور ته يې څه و نه وېل.
د پاکستان ډان اخبار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو رپورټ کې وویل چې د پاکستان د پوځ استخباراتو ادارو لاهور کې عدالت ته ویلي چې د خبریال عمران ریاض په اړه معلومات نه لري.
د اېشیا او پېسېفېک سیمې دپاره د ار اېس اېف مشر ډېنییل بېسټا پېرس نه د وي او ای ډیوه سره مرکه کې د پاکستان موجوده صورتحال خبریالانو دپاره د تشویش وړ وبللو.
د دې په جواب کې بېسټا وویل د عمران خان د ګرفتارۍ وروسته چې احتجاجونه شروع شول نو انټرنېټ او سوشل ميډیا تړل شوي وو چې وروسته بیا بحال کړی شوو.
بېسټا د خبریال عمران ریاض په بې درکۍ تشویش څرګند کړو.
د دې پوښتنې په جواب کې چې ایا د عمران ریاض او یا د نورو خبریالانو د ګرفتارۍ په اړه يې د پاکستان حکومت سره خبرې کړي؟ نو بېسټا وویل د پاکستان حکومت سره يې ګټه ورې خبرې کړي خو د هېواد سوېلین حکومت سره د ډیرو کارونو واک اختیار نه شته. د ار اېس اېف چارواکي وویل ډیر اختیارات اېجنیساني لري چې مطلب يې د پاکستان استخباراتي ادارې دي.
په دې اړه د پوځ او یا د پاکستان د استخباراتي ادارو دریځ مخې ته نه دی راغلی. د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې دا ډول خبرونه رد کړي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د وي او ای اردو څانګې سره یوې مرکه کې د عمران ریاض په اړه د لاعلمۍ اظهار کړی دی.
عمران ریاض د بول ټېلې وژن سره د پروګرام د کوربه په توګه کار کړی او د عمران خان پلوي ګنل کېږي.
د وي او ای سره مرکه کې خواجه اصف وویل کله چې یو خبریال د ګوند حمایت کوي نو هغه بیا صحافي پاتې نه شي.
عمران ریاض په تېرو وختونو کې د حکومت یا په مبینه توګه د استخباراتي ادارو دلاسه په زور د خلکو د بېدرکه کېدو د تګلارې ملاتړ کړی و او ویلي یې وو چې د دغه ډول بېدرکیو په شا به ضرور څه علتونه وي. نوموړي په دغه اړه يوټيوب باندې بحثونه هم کړي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي