لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د قطر د شاهي کورنۍ اووه غړي د څاړي مرغه د غېرقانونه ښکار په تور نيول شوي


د پاکستان د بلوچستان صوبې چارواکي وايي په نوشکي ضلع کې يې د قطر د شاهۍ کورنۍ اووه غړي نيولي ځکه چې د چارواکو په وېنا دوی په غېرقانونه توګه د څاړي مرغه ښکار ته روان وو.

د وي او ای ډيوه خبریال حفيظ الله شېرانی وايي د نوشکي تحصيلدار عرفان خلجي ورته ویلي چې دغه " اووه کسان چې تعلق يې د قطر د شاهي کورنۍ سره ؤ هغه په خپله نيولي، دوه شپې يې د دوی سره تېرې کړي او بيا يې د قطر سفارتخانې ته سپارلي دي".

هغه وويل "دغو کسانو پاکستان ته د راتګ قانوني اسناد لرل خو د ښکار اجازه یې نه لرله ځکه يې نيولي دي".

د خلجي په وېنا د دغو کسانو کوربه "عارف بادينې نومې تن يې نيولی او مقدمه يې پرې درج کړې ده".

نياز کاکړ چې د بلوچستان صوبې د ځنګلي ځناورو د ساتنې د محکمې مرستیال مشر دی، هغه ویلي "مرکزي حکومت سږ کال يواځې دوه عرب شېخانو ته د څاړي مرغه اجازه ورکړې يو د ډېره بګټي او بل د جهل مګسي دپاره".

هغه وويل دغه اجازت نامې "د يو لاک ډالرو په بدل د سل (۱۰۰) څاړو مرغانو د ښکار د اجازت دپاره ورکړی شوي دي".

د نوموړي په وېنا "تراوسه پورې د ښکار د اجازت دپاره ټول ۱۸ خواستونه مرکزي حکومت ته ترلاسه شوي او د بلوچستان حکومت لخوا په شريکه دا اجازت نامه ورکول کيږي".

د کاکړ په خبره "په اجازت نامه ترلاسه کېدونکې پېسې د بلوچستان ایالت د ځنګلي ځناورو د محکمې په خزانه کې جمع کولی شي".

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG