لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​انتظامیه: شکتوي کې کرفیو ختمه شوې, اولس: لا تر وسه په خپلو کورونو کې ښکېل يُوو


د شمالي وزیرستان په شکتوي کې د سپټمبر د څلورمې نه روانې کرفیو یا ګرځبندیز ختمولو دعوا شوې او ځیني ځاي مشرانو ويلي په نیول شوو کسانو کې دیارلس پرېښودل شوي خو ځاي خلکو ډیوه ته ويلي دوي لا وس هم په کورونو کې ښکیل دي.

د شکتوي نه یو ځاي تن همایون وي او ای ډیوه ته نن د سپټمبر په نهمه نیټه مازیګر وویل لا تر اوسه څوک په اذادۍ سره ګرځیدی نه شي:

“ د کور نه څوک نه راووځي په کورونو کې محصور دي”

تیره ورځ د پاکستان د پوځ یو اعلا افسر جي او سي (جنرل افیسر کمانډینګ) شاکرالله خټک د شکتوي سفر کړی ؤ او د هغې ورستو یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل هغه نه یواځې د کرفیو په وخت د اولس سره په شوي سلوک افسوس وکړو بلکې کرفیو یې هم ختمه کړه.

د ښاغلي خټک سره د محسودو د قام یوه درې کسیزه جرګې ملاقات هم کړی ؤ. د جرګې یو غړي ملک حبیب وویل د جي او سي سره په ملاقات کې ورته هغه وویل کرفیو ختمه کړی شوې او د دوه درې کسانو نه پرته نور ټول نیول شوي کسان یې خوشي کړي دي. ملک حبیب وویل:

“ هغه (جي اوسي) د اولس او جرګې نه معافي وغوښتله... مونږ ته یې دا تسلي راکړه چې بې ګناه خلکو ته به تکلیف نه رسي”

د ملک حبیب د دعوې د اذادو لارو پخلی نه دی شوی او نه په رسنیو کې ددغه خبرو څه ویډیو یا عکسونه خپاره شوي. د ملک حبیب په خیال دوي د پوځ په وینا د جي او سي سره ملاقات له ورغلي وو.

د ځاي خلکو تر مخه په سیمه کې د کرفیو په مهال په اولس بې کچه تشدد شوی ؤ. له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي جمال الدین د مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل پوځیانو په ماشومانو هم تشدد کړی دی. هغه وویل:

''دی په سیمه کې په وژل شویو پوځیانو افسوس کوي خو له دې سره سره زموږ خلکو راته ټېلېفونونه کړي، ما ته یې حال راکړی چې هورې پوځیانو شپږ کلن اوه کلن ماشومان ډېر سخت وهلي دي، سپین ږیري یې وهلي دي، سترګې یې ورتړلې دي، لاسونه یې ورتړلي دي او په یوه سکول کښې یې سره جمع کړي دي او داسې رپورټونه یې هم راکړي دي چې د چادر او چاردېوارۍ هېڅ خیال یې نه دی ساتلی."

د ډیوه په سیمه کې خبریال عدنان بیټني په دې حقله د پوځي چارواکو د غبرګون اخستلو کوښښ کړی ؤ خو واي چا ورته ځواب نه دی ویلی. بلې خوا ته د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي دغه دعوې رد کړي چې په اولس تشدد شوې.

هلتهد جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د شکتوي د ځاي اولس يو احتجاجي پرلت هم روان دی. احتجاج کونکي واي دوي په رزمک سیمه کې ودرول شوي او وړاندې د تګ اجازت ورته نه ورکول کېږي. د پرلت یو ګډون وال ظفر مسید ډیوه ته وویل دا احتجاج د کرفیو په مهال د اولس د زورولو په ضد دی:

“مونږ ته مصیبت دی مونږ ته تکلیف دی، مونږ ددې تپوس ته درومي، چې وژاړو وته چې ملګریه دا زیاتی مه راسره که”

په احتحاج کې شامل د پښتنو د حقونو غوښتلو دعوا لرونکي تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي عالمزیب مسید ګواښ کړی دا احتجاج به تر هغې روان وي تر څو ورته په لیکلي بڼه ضمانت ور نه کړی شي چې د کرفیو په مهال به په عام اولس تشدد نه کېږي:

“په کومې علاقې باندې تشدد شوی ؤ د هغې خلک مونږ سره دلته راغلي دي”

هغه تپوس وکړو چې د هغه ځای خلق په احتجاج کې شامل دي نو بیا د پوځ مشر د چا سره لیده او مزاکرات وکړل؟

په شکتويي کې ګرځبنديز وروسته له هغې په ځای شوی چې پينځه ورځې وړاندې په علاقه کې د پوځ په يو ګاډي چاؤدنه شوې چې پکې د پوځ په وينا د يو افسر په ګډون درې سرتیري وژل شوي وو.

د ياد بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې، او پوځ ویلي په علاقه کې يې د پېښې وروسته د لټون عملیات پېل کړي وو.

خو پوځ په علاقه کې د ګرځبنديز په اړه څه نه ؤ ويلي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG