لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهبازشریف د پاکستان د 24م وزیراعظم په حېث سوګند پورته کړو



د پاکستان صدر عارف علوي په صدارتي ماڼۍ کې په یوه دستوره کې نوي وزیراعظم شهباز شریف څخه سوګند واخیستو. د ستوري وروسته وزیراعظم ته ګارډ اف انر وړاندې کړی شو
د پاکستان صدر عارف علوي په صدارتي ماڼۍ کې په یوه دستوره کې نوي وزیراعظم شهباز شریف څخه سوګند واخیستو. د ستوري وروسته وزیراعظم ته ګارډ اف انر وړاندې کړی شو

د پاکستان مسلم نواز ډلې شهباز شریف د پاکستان د 24م وزیراعظم په حېث د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو.

شهباز شریف په داسې حال کې وزیراعظم ټاکل شوی چې څېړونکي وايي پاکستان د اقتصادي، سیاسي او د ترهګرۍ په شان مسلو سره مخامخ دی.

د پاکستان صدر عارف علوي په صدارتي ماڼۍ کې په یوه دستوره کې نوي وزیراعظم شهباز شریف څخه سوګند واخیستو. د ستوري وروسته وزیراعظم ته ګارډ اف انر وړاندې کړی شو.

شهباز شریف په داسې حال کې په دویم ځل د وزیراعظمې چوکې ترلاسه کړه چې څېړونکي وايي پاکستان د اقتصاد، سیاستي او ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د سختو حالاتو سره مخامخ دی.

د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي وویل تر ټولو لويه مسله اقتصاد دی او ورسره په هېواد کې سیاسې استحکام دی او دا دواړه د یوبل سره تړلې دي. ترهګرې د پاکستان لپآره یو خطره ده "خو پاکستان هرکله د دې مقابله کړې."

شهباز شریف تیره ورځ د قامې اسملۍ څخه د اووه ګوندونو په مرسته 201 ووټونه ترلاسه کړل او د پاکستان وزیراعظم منتخب کړی شو.

د شهباز شریف په مقابله کې د تحریک انصاف په ملاتړ د سني اتحاد کونسل امیدوار عمر ایوب 92 ووټونه ترلاسه کړې وو.

د تحریک انصاف پشمول د حکومت مخالف ګوندونه د فرورۍ د اتمې نېټې په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي. د شهباز شریف د وزیراعظم منتخب کېدو په مهال مخالفو کوندونو په قامې اسمبلۍ کې سخت احتجاج کړی وو.

شهباز شريف د وزيراعظم په حېث قومي اسمبلۍ ته تېره ورځ په خپل وړمبي تقریر کې حزب اختلاف ته داقتصادي مفاهمت بلنه ورکړه.

ایا د پاکستان نوی حکومت به د پاکستان په اقتصادي او سیاسې مسلو قابو وموندل شي او که نا؟

په دې اړه د جمعیت اسلام ف ډلې د قامې اسمبلۍ غړې شاهده اختر علي وايي پاکستان ته دا وخت د ترهګرۍ او د ګرانۍ په شان د لویو مسلو سره مخامخ دی او "مخالفین دې او که حکومت باید خپل خواهشاونه او جهګړې شاته کړې او د وولس د ښیګړې لپاره یو ځاي شو."

په صدارتي ماڼۍ کې د وزیراعظم شهباز شریف د سوګند پورته کولو په دستوره کې د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز، د سند اعلا وزیر مراد علې شاه او د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګهټې ګډون وکړو خو د تحریک انصاف سره تړاو لرونکې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علی امین ګنډاپور په دستوره کې شریک نه و چې د څیړونکو ترمخه نوي وفاقي حکومت سره د پي ټي ايي د مخالفت څرګندونه کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG