لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سيند صوبه کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د قلعه عبدالله يو تن وژل شوی، دوه ټپیان شوي


د پاکستان د سيند صوبې د کشمور ضلعې په کندکوټ علاقه کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د قلعه عبدالله يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د سيند صوبې د کشمور ضلعې پوليس دغه پېښې تاييدوي چې نن د ګل/ دوشنبې په سهار (28 جون) په موټر سايکل نامالومه کسان راغلي، په يو هوټل يې بريد کړی چې پکې يو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی، پوليس وايي دغو کسانو په بل ځای کې هم ډزې کړي او يو بل تن يې ژوبل کړی دی.

د ډزو په پېښه کې د وژل شوي تن په اړه د هغه د تره زوي صلاح الدين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل دوی د بلوچستان صوبې د قلعه عبدالله د ګلستان سره تعلق لري او په هوټل يې ډزې شوي دي.

هغه وويل "سهار په موټر سايکل دوه تنه راغلي اووه ډزې يې کړي، زما د تره زوی چې زما او د هغه شريک هوټل وو هغه په ډزو کې وژل شوی او بل تن چې ډرايور وو په هوټل ناست وو هغه ژوبل شوی دی".

هغه وويل ټپي شوی ډرايور د وزيرستان سره تعلق لري او دعوه کوي چې دوی ته کومه دهړکه نه وه خو د هغه په خيال ځکه په نخښه شوي چې دوی پښتانه دي.

ځايي خلک وايي دغو کسانو چې په موټر سايکل راغلي په بازار کې یې په يو دوکان هم ډزې کړي او د کچلاک سره تعلق لرونکی دوکاندار يې ټپي کړی دی.

د يادې پېښې پرضد احتجاجي مظاهره شوې او د ال سندهي پټهان يوت په نوم تنظيم د سيند صوبې مشر اغا اسد بابر وايي پوليس ورسره خبرې کړي او د مقدمو درج کولو او پلټنو باور يې ورکړی د هغې وروسته یې احتجاج ختم کړی دی.

د کشمور ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) امجدشېخ وايي دوی پلټنې پېل کړي دي خو په سمدستي ډول د پېښې نوعيت نه دی مالوم شوی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دغو خلکو ورته هم څه نه دي ویلي چې ولې په هدف شوي دي.

"دغه کسان چې ډزې پرې شوي په خپله هم مالومات نه لري او هغه ترې تپوس کړی چې چا خو ورته ټيليفون نه دی کړی قلنګ خو يې ترې نه دی غوښتی يا بله کومه د هړکې يا د دشمنۍ يا د جينۍ يا بله څه خبره خو نشته خو وايي دغه کسان وايي چې داسې هيڅ هم نشته".

هغه وویل دوی مقدمې درج کوي او په لومړو مالوماتو کې ورته د ځايي عېني ګواهانو نه مالومه شوې ده چې دغه کسان چې په موټر سايکل راغلی ډزې يې کړي ځايي کسان نه مالومېده، او دوی يې پلټنې پېل کړي دي.

په 21 جون په لاړکانه کې د باجوړ سره تعلق لرونکی يو تن په ډزو وژل شوی وو.

د یادې پېښې پرضد په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره شوې او احتجاج کوونکو ويلي وو په سيند صوبه کې د پښتنو سره د ژبې په بنياد زور زياتی کيږي.

خو د لاړکانې ډي ايي جي مظهر نواز وي او اې ډيوه ته ویلي وو چې دوی د دغه پېښې د پلټنو دپاره ګډه پلټنيزه کميټي جوړه کړې او د هر اړخ نه يې ګوري چې په شا يې کومه لاسونه دي او د دغه ډول پېښو مقصد څه دی څوک خو ورته لساني رنګ ورکول نه غواړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG