لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ کې دوژنو په ضدکاربنديز


د نهې په ورځ دمهاجر صوبې دغوښتنې په ضد دعوامي تحريک داحتجاجي جلوس په گډون والو دپان منډۍ دگڼې گوڼې سيمه کې ترسره شوؤ دډزو پيښه کې دښځو پشمول 11 کسان وژل شوي وؤ
د نهې په ورځ دمهاجر صوبې دغوښتنې په ضد دعوامي تحريک داحتجاجي جلوس په گډون والو دپان منډۍ دگڼې گوڼې سيمه کې ترسره شوؤ دډزو پيښه کې دښځو پشمول 11 کسان وژل شوي وؤ

د سندهـ دقوم پرست گوند عوامي تحريک په يو جلوس دنهې په ورځ کراچۍ کې دشوؤ ډزو وروستو دهيواد داقتصادي مرکز کراچۍ په ځينو سيمو کې دشورو په ورځ هم وضعيت تاؤژن دى.
دشورو په ورځ نامعلومو کسانو دکراچۍ په قائداباد سيمه کې په يو بس ډزې کړي چې په نتيجه کې يې يو تن وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي.
دفيډرل بي سيمې ديو بي ايل سپورټس کمپليکس سره نزدې ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي، دغه کسان په ډزو سره وژل شوي او دهغوي په بدنونو دتشدد نخښې هم دي.
د نهې په ورځ دمهاجر صوبې دغوښتنې په ضد دعوامي تحريک داحتجاجي جلوس په گډون والو دپان منډۍ دگڼې گوڼې سيمه کې ترسره شوؤ دډزو پيښه کې دښځو پشمول 11 کسان وژل شوي وؤ، او دخبريالانو ترڅنگ پکې د60ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم وؤ.
ددغو وژنو په ضد قوم پرست گوند عوامي تحريک دسندهـ دننه دهړتال غږ کړى ؤ چې له دې وروستو دشورو په ورځ دصوبې په بيلا بيلو سيمو کې دوکانونه او کاروباري مرکزونه بند دي او په ځينو ځائيونو کې امتحاني پرچې هم منسوخ کړل شوي دي.
کراچۍ او حيدراباد کې په اوسنو ورځو کې دښار دسړکونو ترڅنگ دودانو په ديوالونو ځايې پځايې دمهاجر صوبې جوړولو غوښتنې ليک دي چې پرې دسندهـ قوم پرست گوندونه احتجاج کوي ،هغوي وائي دغه گام ته دمتحده قومي موومنټ(ايم کيو ايم) ملاتړ ترلاسه دى.
دايم کيو ايم مشرانو دغه تورونه رد کړي دي.
دښار په بيلا بيلو سيمو کې ترسره شوؤ عملياتو کې 12 شکمن کسان نيول شوي او درينجرز ځواکونه وائي هغوي په گڼ مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.
له دې وړاندې دپاکستان صدر اصف علي زرداري دکراچۍ دصورتحال نوټس اخستى اؤ دکورنو چارو وزارت ته يې په 48ؤ ساعتو کې په دغه اړه ديو راپور وړاندې کولو امر کړى ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG