د مصر په دوره د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن سره د شورو، چهارشنبې، په ورځ ملاقات کې د مصر صدر عبدالفتح السیسي وویل په غزه کې سولې دپاره مذاکرات به زیاتولی شي.
قاهرې ته د بلېنکن د رسېدو نه څو ګنټې مخکې د چاودنو یوې لړۍ د لبنان حزب الله ډله په نخښه کړه چې په غزه کې د اور بند دپاره په مذاکراتو کې يې نوره پېچيدګي پېدا کړه. د لبنان د صحت وزیر فراس ابیاض د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۲ ته رسېدلې ده.
په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته دا د بلېنکن لسمه دوره ده. دا ځل سیمې ته د هغه په سفر کې اسرایل ته تګ نه دی شامل.
د مصر صدر سره د بلېنکن د ۹۰ منټو د ملاقات وروسته، د السیسي دفتر وویل بلېنکن او السیسي په غزه کې د جنګ بندۍ او د اسرایلي یرغمالانو او د فلسطيني قېدیانو د ازادۍ دپاره د امریکې، مصر او د قطر ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ دپاره خبرې اترې په زیاتولو غور وکړو.
د السیسي دفتر وویل د مصر صدر غوښتنه وکړه چې غزه ته انساني امداد د زیاتولو په لاره کې خنډان د لرې کولو دپاره دې په فېصله کن توګه مداخلت وکړي او په وېسټ بېنک کې دې د اسرایل مبینه خلاف ورزۍ دې ودرول شي.
په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې په وېسټ بېنک کې تشدد زیات شوی دی او په تېرو څو هفتو کې اسرایلي ځواکونو په سیمه کې په لویه کچه عملیات کړي دي.
د بلېنکن او د السیسي د ملاقات نه مخکې امریکايي چارواکو په غېر رسمي توګه ویلي وو چې د دواړو مشرانو په ملاقات کې د څه لوی پرمختګ توقعو نشته خو بلېنکن به د اسرایل او حماس ترمنځ معاهدې دپاره فشار دوامداره ساتي.
په غزه کې د ډزبندۍ دپاره په معاهده کې امریکايي چارواکي وايي د اختلافاتو نقطې موجود دي. یوه نقطه په کې د اسرایل دا مطالبه ګڼل کېږي چې غواړي د مصر او غزه ترمنځ د فېلاډېلفي کورېډور یا فېلاډېلفي راهدارۍ نومې سیمه په خپل واک اخیتار کې وساتي. د حماس د نوو مطالبو وروسته د فلسطیني قیدیانو د ازادۍ د تفصیلاتو په اړه هم اختلافات موجود دي.
مصر ته د بلېنکن د رسېدو نه څو ګنټې مخکې په لبنان کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د چاودنو په لړۍ کې د حزب الله وسلوال په هدف شول. د لبنان د صحت وزیر فراس ابیاض وویل په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۲ ته ورسېده. تر ۲۸۰۰ پورې نور کسان زخمیان شوي دي.
حزب الله د چاودنو ذمه واري په اسرایل اچولې خو اسرایل په دې اړه د څه وېلو نه انکار کړی دی.
د السیسي دفتر په یو بیان کې وویل د سایبر حملې په ضد د لبنان ملاتړ کوي.
بلېنکن به په قاهره کې مصري چارواکو سره د دواړو ملکونو په تعلاقاتو هم مذاکرات کوي.
Forum