لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت مخالفو شپږو ګوندونو پشین کې د تحفظ ايين پاکستان په عنوان جلسه اعلان کړې خو انتظامیې د قانون 144 ماده لګولې


د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر عمر ايوب خان تيره شپه په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي، بلوچستان نيشنل پارټۍ د مشر اختر مېنګل او نورو سره په ګډه خبري کانفرنس کې د نوي اتحاد جوړولو او جلسو کولو اعلان کړی دی
د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر عمر ايوب خان تيره شپه په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي، بلوچستان نيشنل پارټۍ د مشر اختر مېنګل او نورو سره په ګډه خبري کانفرنس کې د نوي اتحاد جوړولو او جلسو کولو اعلان کړی دی

په پاکستان کې د حکومت شپږو مخالفو ګوندونو اتحاد د تحريک تحفظ ايين پاکستان غورځنګ پيل کولو اعلان کړی او ويلي يې دي په دغه لړ کې به د خالي/ شنبې په ورځ د بلوچستان صوبې په پشين او چمن کې جلسې کوي. خو انتظامیې په پشين کې د قانون 144 ماده لګولې چې ترمخه يې د پينځو نه زیاتو کسانو په يو ځای کېدو یې بنديز لګول کېږي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر عمر ايوب خان تيره شپه په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي، بلوچستان نيشنل پارټۍ د مشر اختر مېنګل او نورو سره په ګډه خبري کانفرنس کې د نوي اتحاد جوړولو او جلسو کولو اعلان کړی دی.

هغه وويل، د شپږو ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، سني اتحاد کونسل پاکستان، جماعت اسلامي، بلوچستان نيشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او مجلس وحدت مسلمين مشرتابه موجوده ده، دوی غونډه کړې او اتحاد یې جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه، "دغه اتحاد ته عملي جامه اغوستول کیږي، او دا اتحاد د فارم 47 په بنیاد جوړ حکومت ردوي".

https://www.facebook.com/share/v/EWif128RkMTHRc7c/?mibextid=WC7FNe


عمر ايوب خان وویل، د دوی تحریک ته "د تحریک تحفظ ايين پاکستان" رسمي نوم ورکړل شوی، ځکه چې پاکستان کې ايين او د قانون سرلوړي وي، نو پاکستان کې به خوشالي وي، چې د حقونو ساتنه وشي. هغه وويل، د تحریک مشر (صدر) به محمود خان اڅکزی وي.

نوموړي اعلان وکړو، نن د خالي په ورځ به سهار په پشين او بيا په چمن کې جلسې کوي.

خو د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو څانګې د پشين د مرستیال کمشنر لخوا جاري شوې اعلاميه خپره کړې، چې پکې په ضلع کې د بل حکم پورې 144 ماده لګول شوې ده.

https://www.facebook.com/share/p/AVCGxdY5kajFPR9X/?mibextid=WC7FNe

د مرستيال کمشنر جمه داد خان مندوخېل لخوا جاري شوې اعلاميه کې ویل شوي، د غټو لارو او سړکونو په بنديز، جلسو جلوسونو او ښار کې د پينځو نه زياتو کسانوپه جمع کېدو به بنديز وي.

مخالفه ګوندونه تور لګوي په ملک کې د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو کې درغلي شوې او موجوده جوړ حکومت د درغليو د انتخاباتو په نتيجه کې جوړ شوی دی.

خو د پاکستان تېر نګران حکومت او الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه رد کړي وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG