لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یوه ورځ کې د غېرت په نوم شپږ ښځې وژل شوي دي


په پاکستاني په مطبوعاتو کې راغلي خبرونه وایي، یواځې نن د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۶ ښځې په ظاهره د غیرت په نوم وژل شوي دي.
په دغو کې ۳ ښځې لاهور ښار ته نیزدې په شاه باغ کلي کې وژل شوي دي. پولیس وایي په دغه پېښه کې یو زوی خپله میرنۍ مور او دوې میرنۍ خویندې وژلې دي.

د پنجاب په یوه بله سیمه خانیوال کې هم یوه ۳۰ کلنه ښځه له خپلې څلور کلنې لور سره د کلي خوا ته په ونه پورې ځوړندې موندل شوې دي او د پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې بیا یوه ښځه او یو هلک دواړه د غیرت په نامه وژل شوي دي.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو یوه فعاله صایمه منیر وایي، پر ښځو د زیاتېدونکو حملو او د هغوی د وژنې د پېښو یو غټ علت د قانون کمزوري او ټولنیزې نیمګړتیاوې دي:

"یو خو دا قانون ډېر ناکافي دی، ځکه چې په دې کې رضامندي او سوله وشي نو مور زوی وبخښي او پلار مړینه وبخښي".

د پاکستان د بشري حقونو د چارو مرکزي وزیرې شېرین مزاري د روانې نومبر میاشتې په ۶مه سېنټ ته په وړاندې کړل شوي یوه رپوټ کې ویلي، چې په تېرو پینځو کلونو کې په پاکستان کې ۵۳۱۲ ښځې وژل شوې دي.

شېرین مزاري وویل چې په دغو کې ۱۵۴۸ ښځې د ننګ و ناموس په نامه وژل شوې دي.

په پاکستان کې ښځې په بېلابېلو طریقو وژل کېږي او هر ځل قاتل کوشش کوي چې د جرم نخښې نښانې پرې نه ږدي. یو مثال یې د پنجاب په خانیوال سیمه کې نننۍ پېښه ده. پولیس وایي قاتل یا قاتلانو هلته یوه مور او د هغې څلور کلنه لور ځکه په ونه پورې ځوړند کړي وو، چې غوښتل یې وښيي چې ګواکې هغوی ځان وژنه کړې ده.

په توپک له وژنې سره قاتلانو وخت په وخت د ښځو د وژنې لپاره زهر او تېزاب هم کارولي دي. شېرین مزاري پارلمان ته ویلي وو، چې په تېرو ۵ کلونو کې پر ۹۹ ښځو د تېزاب پاشلو بریدونه شوي او په همدومره موده کې پر ۱۴۰۰ ښځو جنسي تېری هم شوی دی.

د بشري حقونو ادارې وایي، دا هغه شمېر دی چې په پاکستان کې رپوټ شوی، خو وایي کېدای شي اصل شمېر تر دې زیات وي، ځکه چې وایي د دې هېواد نیزدې ۸۰ فیصده خلک په کلیوالو سیمو کې اوسېږي او هلته د تعلیم د کموالي له امله ډېرې پېښې نه رپوټ کېږي او بل د داسې پېښو د پټولو هڅه کېږي ځکه چې وایي رپوټ کېدل یې "شرم او رسوایي" ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG