لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سګرټ له چرسو ډېر خطرناک دي


هر كال په ټوله نړۍ كې شپږ ميليونه انسانان خپل ژوند د سګرټو د څكولو له امله له لاسه وركوي. دا په دې مانا چې په هرې ثانيې كې يو انسان د سګرټو په وجه مري.

روغتیا پوهان وايي، د سګرټو څکول له چرسو ډېر خطرناک دي او هغه ځکه چې په سګرټو کې ۴۸۰۰ زهرجن توکي دي چې څلوېښت یې یو انسان ته سرطان (کېنسر) پیدا کوي.

د سګرټو له دغو سرطان رامنځ ته کونکو توکو نه د بېلګې په توګه لانديني توكي د يادولو دي:

کاربن، سرب، کدمیم (Kadmium)، کاربن مونو اکسایډ، بیزول Benzol، فارم الدیهاید (سنکیا) او radioaktiv Polonium ۲۱۰.

د عمومي طب یو وتلی ډاکټر اکرم ملکزی چې د تېرو څو لسیزو راهیسې په جرمني کې د ناروغانو په درملنه بوخت دی وايي، د سګرټو څکولو له امله د انسان د خولې، مرۍ، سږي، پانقراص، د متیازو د کڅوړې (مثانې)، پښتورګو، معدې، ځیګر او د ښځو په خېټه كې د ماشوم د ودې كولو ځاى يا زيلان (رحم) په ګډون د انسان د بدن د ډېرو غړو د سرطانونو سبب ګرځي.

ده وړاندې وویل، له همدې امله چرس دومره تاواني نه دي څومره چې سګرټ تاواني دی خو خبره داده چې اندازه یې څومره ده.

په سګرټو كې يو اغېزناك توكى (نيكوټين) دى. نيكوټين په خپله د اعصابو د له مينځه وړلو زهر دي. خو د نيكوټين هغه كچه چې په يو سګرټ كې ده، هغه ډېره لږه ده، يعنې يو ميلي ګرام ده. نو په دې وجه تاوان يې هم نسبتآ لږ دى. دا ځكه چې د نيكوټين نيم عمر دوه ساعته دى. دا په دې مانا چې د سګرټ څكولو نه دوه ساعته وروسته د نيكوټينو نيمه برخه له مينځه ځي. خو كوم شى چې د نيكوټينو ډېر تاواني دى هغه دا دى چې نيكوټين په نړۍ كې له ډېرو روږدي كوونكو (عملي كوونكو) توكو نه په دوهمه درجه کې دى. دا په دې مانا چې چرس او هېروين سړى دومره ډېر نه روږدى كوي، لكه نيكوټين يې چې كوي.

روغتیايي څېړنې ښايي که یو انسان چرس یا هیروین وڅکوي نو ۱۲ فیصده بېرته دغو نشي توکو ته مخه کوي خو که سګرټ وڅکوي نو درې برابره زیات یعنې ۳۳ فیصده خلک یوځل بیا سګرټو ته مخه کوي.

هغه دا هم وايي، چې له چرسو خو په لابراتوارونو کې درمل هم جوړېږي خو دغه درمل بايد د ډاكټرانو د نظارت او د كنټرول لاندې رنځور ته وركړل شي. په داسې حال کې چې له سګرټو نور هېڅ څېز نشي جوړېدلای.

نوموړي امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې دا هم وویل، چې د سګرټو له څکولو سره د شکرې (ډیابېټېس) ناروغۍ هم رامنځ کېږي او که څوک په دې ناروغۍ اخته وي او سګرټ څکوي نو ناروغۍ یې ورسره په ګړندي ډول پرمخ ځي. له بلې خوا سګرټ د ډېرو دواګانو اغېز كمزورى كوي. د بېلګې په توګه هغه رنځورانو ته چې د سرطان پر ضد درمل وركول كيږي، په سګرټو باندې د دې درمل اغېز ډېر كميږي.

دی وايي، که حامله یا بارداره مور سګرټ وڅکوي نو په ګېډه ماشوم ته یې وینه کمه رسېږي، ماشوم کمزوری کېږي او ښايي مړ شي.

دی زیاتوي، که دغه ډول ماشومان ژوندي هم وزيږيږي، نو ښايي ماغزه به یې کم وي، بدن به یې لنډ او سږي به یې هم خام پاتې وي چې دې ته بیا خام ماشوم وايي.

سګرټ مو خوب ورکوي:

که څه هم ځینې خلک له ویده کېدو څخه دمخه په دې هیله سګرټ څکوي چې خوب یې راشي خو روغتیا پوهان وايي، دا خبره ناسمه ده ځکه د سګرټو له څکولو سره په بدن کې ادرینالین خوشې کېږي کوم چې انسان فعالوي او له دې سره خوب ورک یا بې کیفیته شي.

برېښنايي یا برقي سګرټونه:

په برقي سګرټونو کې یواځې بخار او اوبه نه وي بلکه نیکوټین هم وراچوي.

که څه هم د نیکوټینو تاوان کم دی خو هغه څه چې ډېر خطرناک دي هغه دا دي، چې انسان پرې ډېر ژر روږدی (عادت) کېږي.

روغتیا پوهان وايي، که څوک د برېښنايي سګرټو څکولو ته مخه کړي نو پړاو پر پړاو او ورو ورو به د اصلي سګرټو څکولو ته مخه کوي.

د سګرټو لوګی ترڅنګ خلکو ته زیات ضرر رسوي:

روغتیا پوهان وايي، د سګرټو لوګی هغه چاته ډېر تاوان رسوي چې پخپله سګرټ نه څكوي خو د سګرټيانو د سګرټو لوګى د هغو پوزې ته ورځي.

ډاکتر اکرم ملکزی وايي، کله چې یو څوک سګرټ څکوي نو د بل شوي سګرټ په سر کې د اور د سکروټې د تودوخې درجه د کشولو پر وخت نږدې ۹۰۰ درجو د سانتي ګراډ ته رسېږي او له همدې امله یو اندازه زهرجن توکي پکې له منځه ځي.

خو کله چې سګرټ نه کش کېږي او له سګرټ نه نرى لوګی پورته کېږي دا لوګی ځکه زیات خطرناک دی چې د سکروټې د تودوخې درجه په دغه وخت کې له ۵۰۰ درجو د سانټي ګراډ څخه ښکته وي او له همدې امله زیات زهرجن توکي پکې نه وژل کېږي.

دی وايي، که په چا باندې په رښتیا هم خپل مېرمن، ماشومان او د کورنۍ نور غړي او ملګري ګران وي نو هېڅکله به د هغوي تر مخه او له هغوی سره نږدې سګرټ و نه څکوي.

چلم تر سګرټو ډېر تاواني دي

روغتیا پوهان وايي، یو چلم د لسو سګرټو په اندازه انسان ته ضرر رسوي ځکه په چلم کې د تنباکو کچه ډېره زیاته ده.

د سګرټو پرېښودل:

که سګرټ پرېښودل شي نو د انسان په بدن کې شل دقیقې وروسته مثبت بدلونونه رامنځ ته کېږي او هغه دا چې د زړه ضربان او د بدن د حرارت درجه شل دقيقې وروسته خپل عادي حالت ته بېرته راستنيږي. په اته ساعتونو کې د انسان په وینه کې د کاربن مونو اکساید کچه راښکته کېږي. دوه ورځې د سګرټو د خوشې كولو نه وروسته د پوزې د بوي كولو احساس او د خولې د خوند اخيستلو احساس بېرته ښه كيږي.

كه يو څوك پنځلس كاله سګرټ خوشې كړي، نو د زړه د سكتې خطر د هغه چا په كچه كميږي، چې په ژوند كې يې كله سګرټ نه وي څكولې.

ډاکټر اکرم ملکزی وايي، د سګرټو له پرېښودلو سره د مغزو د سکتې فیصدي هم ټيټېږي.

د سګرټو د پرېښودلو لاره:

د سګرټو د پرېښودلو تر ټولو غوره لاره چې ډاکټران یې سپارښتنه کوي هغه دا ده چې د ورځنیو سګرټو په شمېر کې کموالی راولي.

د بېلګې په توګه که یو کس په یوه ورځ کې شل سګرټه څکوي نو غوره دا وي چې د هرې ورځې په تېرېدو ترې یو یو کموي. معنی دا چې نن ۲۰، سبا ۱۹، بل سبا ۱۸ او بیا همداسې ۱۷، ۱۶ تر دې چې صفر ته ورسېږي.

د سګرټو له پرېښودلو سره په بدن کې د بختورتیا هارمونونه خوشې کېږي چې له امله یې انسان د ډېر لنډ وخت لپاره ځان ارام احساسوي. خو په دې چې د نيكوټينو نيمه عمر ډېر لنډ دى، نو لنډ وخت وروسته دا ظاهري ارامي بېرته وركه شي او سړى بېرته ناارام شي. نو د بېرته ارامېدو لپاره بيا ژر بل سګرټ پكاريږي، نو په دې ډول ورځ په ورځ د سګرټو دم په دم رابلول زياتيږي او روږديتوب لاپسې پرمخ ځي.

د سګرټو تاریخچه:

په پنځلسمې پېړۍ كې، كله چې امريكا د يوې نوې وچې په توګه لا پېژندل شوې نه وه، هلته انسانانو تماكو د خاصو مراسمو په وخت په كڼكو كې څكول او هم يې د حشراتو د له مينځه وړلو لپاره ورنه كار اخيستلو . دا ليدنه د لومړي ځل لپاره پرتګالي سېلاني (Christoph Columbus) په (۱۴۹۲) كال كې وكړه چې هغه د امريكې د كاشف په نامه ياد شوېدى.

هغه له امريكا نه له ځانه سره د تنباکو بوټی پرتګال ته راوړ او بیا یو فرانسوي ډپلوماټ ژان نیکو دا بوټي له ځانه سره فرانسې ته يووړ. ډېر كلونه وروسته بيا دا بوټى په ټوله اروپا كې خپور شو.

د سګرټو څکول که څه هم د امریکا په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې دا مهال کم شوي دي خو په بشپړه توګه ځکه له منځه نه ځي چې حکومتونه پرې هر کال په میلیونو ډالرو ټکسونه اخلي او د هېواد د عایداتو یو برخه له همدې لارې راټولوي.

د بیلګې په توګه په جرمني کې هر کال د سګرټو د ټکسونو له لیارې ۲۰ بیلینه یورو د حکومت خزانې ته راټولېږي.

XS
SM
MD
LG