لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدارتي انتخاب په اړه ځېني بنیادي معلومات

د ووټونه نتیجه به تاریخ جوړوي
د ووټونه نتیجه به تاریخ جوړوي

د امریکې نوي صدر د انتخاب دپاره ووټونه د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع شول.

د ووټونه نتیجه به تاریخ جوړوي.

که نایب صدره او د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ امیدواره کاملا هېرېس دا انتخاب وګټي نو د امریکې په تاریخ کې به هغه وړمبۍ ښځه، وړمبۍ تور پوستې او جنوبي اېشیايي نژاد مېرمن وي چې دغه منصب ته به ورسېږي.
که پخوانی صدر او د ريپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار ډانلډ ټرمپ بیا وایټ هاوس ته ور رسېږي نو د امریکې په تاریخ کې به وړمبی صدر وي چې په ګڼ شمېر سنګینو الزاماتو ورته عدالت سزاګانې اورولي دي او د دې ترڅنګ به د صدارت چوکۍ سمبالوي.

د ۶۰ کلنې هېرېس او د ۷۸ کلن ټرمپ مقابله سخته بلل کېږي.

د انتخاباتو امیدواران

د صدر او د نایب صدر نه علاوه د نهې، سه شنبې، په ورځ به امریکایان د کانګرس او د ریاستي قانون ساز اسمبلو دپاره هم نمایندګان غوره کوي.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو د ایوان ټولو ۴۳۵ چوکو دپاره به استازي غوره کولی شي. د هاوس غړي د دوو کلونو دپاره منتخب کېږي.

د کانګرس د اېوان بالا یا سېنېټ د ۱۰۰ څخه په ۳۴ چوکو به هم ووټونه کېږي. د سېنېټ غړي د شپږو کلونو دپاره منتخب کېږي.

د ۵۰ څخه د ۱۱ ریاستونو ګورنران به هم غوره کولی شي. د دې نه علاوه د ریاستونو قانون ساز اسمبلو، ښاروالانو او د میونېسېپل چوکو دپاره په زرګونو امیدواران هم په دې انتخاباتو کې ولاړ دي.

په ووټونو کې د اسقاط حمل، ټېکسونو او د مارېوانا یا د چرسو د استعمال په اړه په قوانینو رېفرېنډم یا رای ورکول هم شامل دي.

ووټونه څه وخت او کوم ځای ورکول کېږي؟

هر ریاست مختلفه طریقه لري. خو په ټولو پنځوسو ریاستونو او په سرښار واشنګټن ډي سي کې به د نومبر په پينځمه نېټه خلک پولنګ سټېشنو ته ورتللی او ووټ ورکولی شي. د دې نه علاوه په مېلینونو خلکو د ډاک او یا په خصوصي پولېنګ سټېشنو کې وختي ووټونه هم ورکړي دي. په ګڼ شمېر ریاستونو کې د وخت نه مخکې ووټونه د سېپټمبر په میاشت کې شروع شوي وو.

د جنګ مېدان ریاستونه

اووه داسې ریاستونه دي چې د ټرمپ او د هېرېس مقابله په کې سخته ګڼل کېږي. دا ریاستونه پېنسېلوېنیا، جورجیا، نارت کېرولاینا، اېريزونا، مېشېګن، وېسکانسن او نېواډا دي. دا اووه ریاستونه سوېنګ سټېټس یا د ټال په مثال هم یادېږي چې په یو یا بل امیدوار په کې فتح موندلی شي او دا لا نه ده معلومه چې توله يې کوم رنګ ته زیاته درنه ده. شین یا ابي رنګ د ډېموکرېټېک پارټۍ او د سور د ریپبلېکن پارټۍ علامت ګڼل کېږي

په انتخاباتو کې څوک ووټ ورکولی شي؟

هېرېس او ټرمپ
هېرېس او ټرمپ



د اتلس او د ۱۸ کلونو نه د زیات عمر امریکايي شهریان په انتخاباتو کې رای ورکولی شي.

په ځینو ریاستونو کې هغه کسان ووټ نه شي ورکولی شي چې په ذهني توګه روغ نه وي او یا ورته د فېلني یا د څه سنګین جرم په الزام سزا ورکړی شوي وي.

هغه امریکایان چې سمندر پورې اوسېږي په غېر حاضرۍ کې ووټ ورکولی شي. په صدارتي انتخاب کې هغه امریکایان ووټ نه شي ورکولی شي چې د امریکې د انتظام لاندې سیمو پورټوريکو، یو اېس ورجن ايي لېنډز، ګوام، نارتن مېریاناز او امېرېکن سموا کې اوسېږي.

د چا د ګټې اندازه لګول کېږي؟

سروی د دواړو امیدوارانو مقابله سخته ښيي او وېل کېږي چې یو امیدوار هم څه واضحه برتري نه لري. په اووه واړو سوېنګ ریاستونو کې دا مقابله نوره هم سخت ګڼل کېږي او داسې ښکاري چې په صدارتي انتخاب کې د یو یا د بل امیدوار بریا به هم په دغه ریاستونو انحصار لري.

الېکټورل کالج څنګه کار کوي؟

امریکايان د صدر دپاره نېغ په نېغه ووټ نه ورکوي بلکې د الېکټورل کالج غړي منتخب کوي او دغه الېکټورل کالج بیا صدر غوره کوي.

په الېکټورل کالج کې د هر ریاست نمایندګان شامل وي چې د تعداد تعین يې د هر ریاست د انتخابي نتېجې په بنیاد کولی شي. فقط په دوو ریاستونو کې که یو امیدوار زیات ووټونه واخلي نو د هغه ریاست ټول الېکټورل کالج د هغه شي.

د الېکټورکالج ټوله شمېره ۵۳۸ ده. دا شمېره د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د ۴۳۵ اود سېنېټ د ۱۰۰ غړو برابر ده. په هاوس کې درې استازي د واشنګټن ډي سي دي.

صدارت ګټلو دپاره پکار ده چې یو امیدوار د الېکټورل کالج د ۵۳۸ څخه د ۲۷۰ نمایندګانو ووټونه واخلي.

ووټونه څنګه شمارل کېږي؟

امریکا د انتخاباتو مرکزي کمېشن نه لري. هر ریاست د ووټونه شمارلو دپاره خپل بندوبست کوي. مقامي او ریاستي چارواکي په ژوندۍ بڼه د انتخاباتو نتیجه اعلانوي او بیا يې خبري ادارې خپروي او هم د دې په بنیاد د یو امیدوار د بریا په اړه اندازې لګوي. خو په داسې حال کې چې مقابله سخته وي نو خبري ادارې بیا د حتمي نتيجې انتظار کوي چې بریالی امیدوار اعلان کړي.

د ووټونو وخت په رسمي ډول د ختمېدو نه مخکې د وړمبیو نتېجو توقعو نه شي کېدلی.

د ووټونو نتېجې به کله معلومېږي؟

د ووټونو وخت به د نهې، سه شنبې، په ماښام سره ته ورسېږي. مختلف ریاستونه ووټونو د شمارلو دپاره خپل خپل طریقه کار لري او د ډاک دلارې ورکړی شویو ووټونو په منظورۍ کې به هم وخت لګي نو په حتمي نتېجې به په سمدستي ډول نه معلومېږي.

په هغه ریاستونو کې چې مقابله په کې سخت ګڼل کېږي، نتېجې په معلومېدو کې به نور هم زیات وخت لګي. د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د کامیاب امیدوار اعلان د ووټونه نه څو ورځې وروسته شوی و.

د الېکشن تصدیق څنګه کېږي؟

چې ووټونه وشمارل شي نو په مقامي او ریاستي کچه يې تصدیق وکړی شي. بیا ریاستونه کاغذي دستاوېز جاري کړي او د هغه الېکټر یا د استازي شناخت وکړي چې په دغه کې د د کامیاب صدارتي امیدوار نمایندګي به کوي.

الېکټرز یا د کامیاب امیدوار استازي د ډسمبر په میاشت کې یوځای کېږي او د صدر او د نایب دپاره ووټونه ورکوي. بیا نوی کانګرس د جنورۍ په میاشت کې یوځای کېږي، د الېکټرز ووټونه وشماري او د په رسمي ډول د صدارتي انتخاب د کامیاب امیدوار اعلان وکړي.

نوی منتخب صدر د جنورۍ په شلمه نېټه په واشنګټن کې په یوه دستوره کې د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG