لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: د سي ټي ډي تاڼې يرغمال کوونکو وسله والو سره مذاکرات روان دي، تراوسه يې کومه نتیجه نشته


 د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټر سېف تيره شپه ويلي، په بنو کې د سي ټي ډي په تاڼه بريد نه دی شوی د ترهګرۍ په تور ځینې بندي کسانو د موجودو امنیتي اهلکارو نه د وسلې تښتولو کوشش کړی خو حالات قابو دي
 د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټر سېف تيره شپه ويلي، په بنو کې د سي ټي ډي په تاڼه بريد نه دی شوی د ترهګرۍ په تور ځینې بندي کسانو د موجودو امنیتي اهلکارو نه د وسلې تښتولو کوشش کړی خو حالات قابو دي

د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې امنيتي سرچينو ویلي د هغو مشکوکو وسله والو سره خبرې دوام لرې چې په بنو کې يې د ترهګرۍ ضد تاڼه سي ټي ډي نيولې او یو شمېر پولیس مامورین یې یرغمل کړي دي. په مذاکراتو کې د پرمختګ خبره نه ده شوې.

د وي او ای د انګرېزۍ څانګې رپورټ وايي د بنو په سي ټي ډي کې دوه پولیس مامورین وژل شوي یو ګڼ شمېر نور کسان زخمیان شوي دي چې یو پوځي افسر هم پکې شامل دی.

د صوبايي حکومت مشیر محمد علي سېف د یو امنیتي چارواکي د وژل کېدو تصدیق کړی دی. هغه په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

د بنو په سي ټي ډي د اتوار/يکشنبې په ماښام بندي وسله والو تاڼه کې د سي ټي ډي پوليس اهلکار يرغمال کړل.

يوې امنيتي سرچينې د ګل/دوشنبې په غرمه وي وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې جګړه نشته، د وسله والو سره خبرې روانې دي چې دغه مسله هواره کړی شي.

سرچينې وويل، د وسله والو په ډزو کې يو پوليس اهلکار وژل شوی او درې ژوبل شوي هم دي.

د بنو پولیس، انتظامیې يا پوځ د دغه پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي او نه وي او اې ډيوه ته د بنو پولیس مشر [ډي پي او] د بيا بيا تماس کولو باوجود کوم ځواب کړی دی.

د خېبرپښتونخوا حکومت وياند محمد علي سېف تيره شپه ويلي، په بنو کې د سي ټي ډي په تاڼه بريد نه دی شوی د ترهګرۍ په تور ځینې بندي کسانو د موجودو امنیتي اهلکارو نه د وسلې تښتولو کوشش کړی خو حالات قابو دي.

نوموړي تيره شپه نزدې په لس بجې په ټويټر ویلي، چې امنيتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې او د شرخوښو پرضد عملیات روان دي.

امنيتي سرچينې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل، چې د دغو کسانو سره د شپې ځينې خبرې شوي خو کوم پرمختګ پکې نه دی شوی بيا نن د وسله والو خپلوان راغوښتل شوي د هغو د لارې ورسره خبرې روانې دي خو بيا هم تراوسه کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې، ځانګړي امنيتي ځواکونه راغوښتل شوي علاقه په ګېره کې اخستل شوې ده.

د سرچينې په وينا دوی به د خبرو عمل جاري ساتي چې ډېر تاوان ونه شي د مشرانو د لارې به هم د دغو کسانو سره خبرې کولی شي او وسله والو د پينځه نه تر شپږو پورې اهلکار یرغمال کړي دي خو د دوی د معلوماتو ترمخه وسله والو ټول د 35 کسان يرغمال کړي چې ځينې پکې داسې کسان هم دي چې جرمونه پرې نه دی ثابت شوي.

د يادې پېښې وروسته پرون په ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپره شوې چې پکې څلور تنه لیدل کيږي درې وسله په لاس دي، او يو تن په ساده جامو کې دی او ناست دی. وسله په لاس تن وايي، دوی دغه تن چې پوځي صوبېدار مېجر دی، هغه او نور امنیتي اهلکار يې يرغمال کړي او دوی د ځان ازادېدو يا خوشي کولو غوښتنه کوي چې دوی دې افغانستان ته واړول شي.

امنيتي سرچينې دغه ويډيو او پېښه تاييدوي.

تحريک طالبان پاکستان ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې دي.

په خبر کې ویل شوي دغو کسانو پوځي او د جېل اهلکار يرغمال کړي دوی د محفوظه لارې غوښتنه کوي خو پوځ په خپله انا ټینګ ولاړ دی، ټي ټي پي ويلي بندي کسان په حالاتو نه دي خبر ځکه يې د افغانستان خبره کړې او دوی د قبايلي علاقو په خپله ولکه کې اخستو خبره هم کړې ده.

ټي ټي پي د ځینې حکومتي اهلکارو سره د خبرو هم ويلي خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې د کومو حکومتي اهلکارو سره يې خبرې شوي دي.

ځايي خلک او امنیتي سرچينه وايي د بنو د کېنټ ټوله علاقه په ګېره کې اخستل شوې، موبايل سروس بند کړی شوی، د کېنټ سره نزدې ټولې لارې او د ميرانشا سره سړک تړل شوی دی.

په کال 2012 کې ټي ټي پي په بنو جيل بريد کړى وو او دغلته قېد د 350 څخه زيات کسان يې خوشې کړي وو، په خوشې کړل شوو بنديانو کې د ټي ټي پي د مهم کمانډر او پاکستان د هوايي ځواک پخواني افسر عدنان رشيد سره زيات داسې خطرناک مجرمان هم شامل وو چې ورته د مرګ سزاګانې اورول شوې وې.

پرون د بنو سره جوختې پرتې لکي مروت ضلع کې په يوه پوليس تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څلور ژوبل کړی شوي وو.

د دغه پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د ډز بندۍ ختمولو وروسته يې بیا د ډېرو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي يې وو،

"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".

د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG