د خېبرپښتونخوا د ټانک او ډېره اسماعيل ضلعو ترمنځ لوی سړک څخه تښتول شوی د جنوبي وزيرستان جج/ قاضي شاکرالله مروت چې پرون تښتول شوی، چارواکو وي او اې ډیوه ويلي، جج بيرته راخوشی کړل شوی دی.
د وي او ای ډيوه خبريال عدنان بېټني خبر راکوي، د سي ټي ډي پوليس ورته د شپې ناوخته تاييد کړې چې وسله والو جج په غېر مشروط ډول خوشی کړی، او هغه خپل کور ته ستون شوی دی. چارواکو په دغه اړه نور جزيات نه دي شريک کړي چې جج د کوم ځای نه خوشی شوی او څنګه خوشی کړل شوی دی.
د تښتولو د پېښې وروسته د جج يوه ويډيو مخې ته راغلې، نوموړي پکې ويلي وو، طالبانو تښتولی او د هغوی ځينې غوښتنې دي د غوښتنو پوره کولو پورې د خوشي کېدل ممکن نه دی. نوموړي په ويډيو کې د پېښور هايکورټ د چيف جسټس، خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت سره د سپريم کورټ د چيف جسټس نه د دغو غوښتنو پوره کولو ويلي وو چې پوره یې کړي او د هغه خوشي کېدل يقيني کړي.
د جج د تښتولو مقدمه ډېره اسماعیل خان کې د سي ټي ډي تاڼه کې درج کړل شوې وه. په مقدمه کې ويل شوي وو، د 25 نه تر 30 پورې د ټانک او ډېره اسماعيل خان ترمنځ په لویه لار موټر سايکلې ودرولې وې او لاره یې تړلې وه.
د ټانک او ډیره اسماعیل خان تر منځه دغه 55 کلوميټره لاره د ګاډو د تګ راتګ او د هیواد د نورو سیمو نه د افغانستان سره پولې انګور اډې سیمې ته د شپې ورځې تګ رتګ لوې سړک دی.
په مقدمه کې ويل شوي، وسله والو لومړی د جج په ګاډي ډزې کړي بیا یې د ګاډي نه راکوز کړی سترګې یې ورله تړلي او نا معلومه ځاې ته یې د ځان سره وړی وو.
د تښتول شوي جج ډرايور ویلي چې جج په وردۍ (سوټ او پېنټ/ تهري پیس) کې وو تښتونکو هغه ته د علاقې ساده جامې وراغوستولي، ګاډي ته یې اوور اچولی او جج یې په موټر سايکل د ځان سره تښتولی وو. دغه ډرايور پولیسو ته ویلي کله چې یې د دوي سترګې پرانیستې نو دوي په یوه ځنګل کې وو.
د یادې پېښې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستې او سي ټي ډي ویلي دوي ته داسې کوم معلومات په لاس نه دي ورغلي چې د جج تښتونکي څوک وو او یا د کومې ډلې سره تعلق لري.
ځايي څیړونکي وايي داسې ښکاري وسله والو دغه ګام د پوره منظمې منصوبې لاندې ترسره کړی او دوي ته د جج پوره او کره معلومات ترلاسه وو. دوي زیاتوي په دومره لوی او مصروفه سړک دومره غټ ګام پورته کول د حکومتي رټ کمزوري څرګندوي.
د ترهګرۍ ضد پولیسو تر مخه دوي ته د جج ګاډی د ټاک ضلعې شادا سیمې کې په سوځیدلي حالت کې ترلاسه شوی وو.
د ډیره اسماعیل خان ډویژن پولیسو مشر ناصر محمود ستي د دفتر چارواکي ويلي وو، د ټانک او ډیره اسماعیل خان پولیسو شریکه کمیټي جوړه کړل شوې او د دواړو ضلعو په سرحدي سیمو کې پولیس ځای په ځای کړل شوي او پولیسو د لټون عملیات پېل کړي او د پوځ مرسته هم ورسره وه.
د پولیسو په وینا د کلاچي سیمه کې د عملیاتو پرمهال وسله والو سره د ډزو تبادله شوې چې پکې د دوو وسله والو د وژلو مالومات یې تر لاسه کړي دي. د پېښور هايکورټ ستر قاضي د جج د تښتولو د پېښې نوټس اخستی او حکومتي چارواکو ته یې د جج د خوشي کولو امر کړی وو.
د خېبر پښتونخوا صوبې اعلا وزیرعلي امین ګنډاپور په سمدستي توګه پولیسو ته د جج راخوشي کولو لار ښونه کړې وه.
Forum