لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپېن او ناروی فلسطیني ریاست تسلیم کړو


د سپېن وزیراعظم پېډرو سانچیز د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل فلسطیني ریاست تسلیمول د اسرایلیانو او فلسطینیان ترمنځ امن ترلاسه کولو کې وڼده اچول دي
د سپېن وزیراعظم پېډرو سانچیز د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل فلسطیني ریاست تسلیمول د اسرایلیانو او فلسطینیان ترمنځ امن ترلاسه کولو کې وڼده اچول دي

سپېن او ناروی د نهې، سه شنبې، په ورځ فلسطیني ریاست تسلیم کړو، ایيرلېنډ هم دا ګام اخیستونکی دی، ۱۴۰ نورو ملکونو فلسطیني ریاست منلی خو اسرایل د دې ګام سخت مخالفت کوي.

د ناروی خارجه وزیر اېسپېن بارت اېډ په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې د دوو ریاستونو د قیام دپاره دې کوښښونه وکړي، د اصلاحاتو دپاره د فلسطيني ادارې ستاینه يې وکړه او په اسرایلي حکومت يې تنقید وکړو چې په مثبت ډول د ښکېلتیا څه نخښې نخښانې نه دي څرګندې کړې.

د سپېن وزیراعظم پېډرو سانچیز د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل فلسطیني ریاست تسلیمول د اسرایلیانو او فلسطینیان ترمنځ امن ترلاسه کولو کې وڼده اچول دي.

سانچیز وویل د مسلې د حل یوازنۍ ممکنه لاره او د پرامنه مستقل ترلاسه کولو منل شوي خبره ده چې د اسرایلي ریاست ترڅنګ فلسطیني ریاست هم وجود ولري.

سپېن، ناروی او اییرلېنډ تېره هفته فلسطیني ریاست د تسلیمولو اعلان وکړو.

اسرایل تېره هفته دغه ګام حماس ته تحفه وبلله او په احتجاج کې یې د دریو واړو ملکونو نه سفیران ستانه کړل.
د اسرایل خارخه وزیر اسرایل کاټز د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د سپېن حکومت د یهودیانو نسل وژنې په راپارولو او جنګي جرمونو کې ککړتیا لري.

سانچیز د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د فلسطیني ریاست د تسلیمولو فېصله د ترهګرې ډلې حماس د ردولو عکاسي کوي چې د دوو ریاستونو د حل مخالفت کوي.

هغه زیاته کړه چې دا ګام د اسرایل او د هېڅ چا خلاف نه دی.

سانچیز وویل ترڅو چې اسرایل او فلسطینیان په نورو پول متفق شوي نه وي، سپېن د ۱۹۶۷ د سرحدونو او د یو فعاله فلسطیني ریاست د قیام حمایت کوي چې په غزه او وېسټ بېنک مشتمل وي او مشرقي یروشلم يې سرښار وي.

د اییرلېنډ وزیراعظم سایمن هېرېس په یو بیان کې وویل غوښتل يې چې د امن د عمل په ختمېدو د فلسطین ریاست تسلیم کړي خو د سپېن او ناروی ترڅنګ يې دا ګام د امن مغجزه ژوندۍ ساتلو دپاره واخیستلو.

په ډبلېن کې د لېسنټرهاوس نه بهر د فلسطین بېرغ پورته کړی شو. د اییرلېنډ پارلېمنټ په لېنسټر هاوس کې کښېني.

یو لوی مغربي طاقت او د ملګرو ملتونو د دریو څخه دوو ملکونو فلسطیني ریاست نه دی تسلیم کړی.

هېرېس د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل پکار ده چې یورپین یونین په اسرایل اقتصادي پابندۍ په لګولو غور وکړي. هغه زیاته کړه چې یورپ د ډز بندۍ دپاره ډیر څه نور کولی شي.

د فلسطیني ریاست د تسلیمولو د سپېن، ناروی او اييرلېنډ فېصله په داسې حال کې شوې چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته په غزه کې د شروع شوي جنک قریباً اووه میاشتې وشوې.

په اسرایل د حماس په حمهل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر د ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی او د غزه د صحت وزارت وايي په غزه کې د ۳۶۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG