لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لېبرپارټۍ کېیر سټامر د برطانيې نوی وزیراعظم منتخب شو


د برطانې باچا چالز دریم په بکېنګهم محل کې په یوه دستوره کې سټامر د وزیراعظمۍ په چوکۍ په رسمي ډول مقرر کړو.
د برطانې باچا چالز دریم په بکېنګهم محل کې په یوه دستوره کې سټامر د وزیراعظمۍ په چوکۍ په رسمي ډول مقرر کړو.

په عامو انتخاباتو کې په دروند اکثریت د هغه د ګوند د کامیابۍ وروسته د لېبرپارټۍ مشر کېیر سټامر د جمعې په ورځ د برطانیې نوی وزیراعظم وټاکل شو.

د برطانې باچا چالز دریم په بکېنګهم محل کې په یوه دستوره کې سټامر د وزیراعظمۍ په چوکۍ په رسمي ډول مقرر کړو.

د سټامر د کنزروېټیو پارټۍ پېش رو رشي سونک په انتخاباتو کې ماتی تسلیم کړو او د خپلې کورنۍ ترڅنګ يې په لندن کې د وزاعظم سرکاري کور چې ټېن ډاونېنګ سټريټ هم نومېږي خالي کړو. چالز په بکېنګهم محل کې د سونک استعفا منظوره کړه.

په خپل الوداعي تقریر کې سونک وویل هغه دپاره دا یوه سخته ورځ ده خو په دې خبره فخر محسوسوي چې د هغه په قول د دنیا د بهترین ملک وزیراعظم په توګه یې کار وکړو.

د جمعې په سحر سونک په انتخاباتو کې د خپلې پارټۍ بېلات ومنلو او ویې وېل ووټرانو خپل فېصله واروله.

سونک تسلیم کړه چې حکومت يې کړي او د سټامر دپاره يې د نېکو خواهشاتو اظهار وکړو.
لېبر پارټۍ د برطانې د پارلېمنټ د ۶۵۰ چوکو څخه ۴۱۰ وګټلې. کنزروېټیو پارټۍ ۱۱۸ سيټونه وګټل.

سټامر خپلو پلویانو ته وويل په دومره لویه کچه اکثریت لوی ذمه وارۍ هم د ځان سره راوړي. لېبر پارټي د تېرې یوې لسیزې نه د زیات وخت راهسې په حزب اختلاف کې پاتې شوې ده.

په داسې وخت کې چې د لندن په افق د سحر لمر راختلو، سټامر په خپل تقریر کې وویل ولس ته به لمر د رڼا په شان امید ورکوي. هغه زیاته کړه چې په شروع کې به دا رڼا تته وي خو بیا به هره ورځ زیاتېږي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د سټامر حکومت ته د خراب اقتصاد، په حکومتي ادارو د اعتماد د نیشتوالي او په ټولنه کې د انتشا په شان مسلې ور په غاړه دي.

خپل تقریر کې سټامر لوظ وکړو چې تبدیلي اوس شروع شوه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG