لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رويټرز: د کابل په ځانمرګي حمله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي


د جنبورۍ په میاشت کې په کابل کې د خارجه وزارت سره نژدې بم چاودنه کې پېنځه کسان وژل شوي وو
د جنبورۍ په میاشت کې په کابل کې د خارجه وزارت سره نژدې بم چاودنه کې پېنځه کسان وژل شوي وو

د افغانستان سر ښار کابل کې د خارجه وزارت سره نژدې په یو سېکورټي چېک پوسټ د ګل، دوشنبې، په ورځ ځانمرګي حملې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د کابل د پولیس ترجمان خالد ځدران وویل ځانمرګي حمله کونکي په ملک اصغر چوک کې د تلاشۍ په مهال خپل چاودېدونکي مواد چلول.

ځدران وویل په چاودنه کې د طالب امنیتي چارواکو په شمول ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي دي.

ځدران و نه وېل چې د حملې هدف څه وو خو روېټرز وايي په کومه کوڅه کې چې چاودنه شوې په کې د خارجه وزارت په شمول یو شمېر حکومتي ودانۍ موجود دي.

د چاودنې د ځای سره نژدې د هغه هسپتال مشر چې د اټلي امدادي اداره يې چلوي، رویټرز وویل هلته ۱۲ زخمیان یو دوه مړي وړل شوي وو.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمېندو نه پس په کابل او په نورو ځایونو کې یو شمېر چاودنې شوي دي چې ځینې په کې داعش خراسان وسله والې ډلې منلي دي.

د جنورۍ په میاشت کې د خارجه وزارت سره نژدې بم چاودنه کې پېنځه کسان ووژل شوو.

طالبان وايي د داعش خلاف یې عملیات کړي دي او د ډلې ځینې اهم غړي يې وژلي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رويټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG