لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ د استثنا په اړه به د امریکې سپریم کورټ د تاریخ د غېر معمولي مقدمې اورونه کوي


د ډېموکرېټېک پارټۍ موجوده صدر جوبایډن د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې ټرمت ته ماتی ورکړی. د کال ۲۰۲۴ د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې توقعو ده چې دواړه بیا د یو بل سره مخامخ شي
د ډېموکرېټېک پارټۍ موجوده صدر جوبایډن د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې ټرمت ته ماتی ورکړی. د کال ۲۰۲۴ د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې توقعو ده چې دواړه بیا د یو بل سره مخامخ شي

د امریکې د تاریخ په غېر معمولي مقدمه کې به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ وکیلان سپریم کورټ ته دا دلیل وړاندې کوي چې موکل یې د صدارت د وخت ګامونو په لړ کې استثنا لري او د صدارت د وخت د ګاموخلاف په سر پې د هغه خلاف په مجرمانه الزاماتو مقدمه نه شي کېدی.

د وفاقي حکومت دا مقدمه انتهايي اهمیت لري. ټرمپ د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ګڼل کېږي.

په ټرمپ الزام دی چې د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه د بدلولو سازش یې کړی و. ټرمپ په دغه مهال صدر و او ټینګار کوي چې هغه د دې الزاماتو په ضد استثنا لري.

د ډېموکرېټېک پارټۍ موجوده صدر جوبایډن د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې ټرمت ته ماتی ورکړی. د کال ۲۰۲۴ د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې توقعو ده چې دواړه بیا د یو بل سره مخامخ شي.

ترڅو چې سپریم کورټ د ټرمپ د استثنا په مقدمه فېصله نه وي کړې، د هغه خلاف د صدارتي انتخاب نتیجه په مبینه توګه د بدلولو مقدمه به ځنډېدلې وي.

د ټرمپ د استثنا په مقدمه د سپریم کورټ زر فېصله به امکان پېدا کړي چې د سږ کال د صدارتي انتخاب نه مخکې په پخواني صدارتي انتخاب کې د ټرمپ د مبینه درغلۍ مقدمه سر ته ورسوول شي او که دغه مقدمه وځنډېدله نو دا امکان هم شته چې بیا کله نه واورېدل شي. که چېرې ټرمپ د سږ کال د نومبر په صدارتي انتخاب کې کامیابېږي او د ۲۰۲۵ د جنورۍ په میاشت کې صدارت سمبالوي نو بیا د انصاف وزارت ته امر کولی شي چې د هغه خلاف الزامات مسترد کړي او دا ډول دا مقدمه ختمه شي.

په سپریم کورټ کې د مقدمې بنیاد هغه الزامات دي چې پخواني سپېشل کاونسل یا خصوصي سرکاري وکیل جېک سمېت وړاندې کړي دي.

سمیت د انصاف وزارت ګمارلی و او هغه ته په سپارل شویو ذمه واریو کې دا هم شامله وه چې د ۲۰۲۰ د نومبر د صدارتي انتخاب نه واخلي تر د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ د شپږمې نېټې پورې د ټرمپ د ګامونو په اړه دې په ازاده توګه تحقیقات وکړي. د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ پلویانو د کانګرس په ودانۍ په داسې مهال یرغل وکړو چې کانګرس د ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول منظوروله.

د ټرمپ خلاف د څلورو مادو په الزاماتو کې چې د کال ۲۰۲۳ د اګست په میاشت کې څرګند کړی شوي دي، سمېت په ټرمپ الزام لګولی چې هغه امریکې سره د درغلۍ سازش کړی، د حکومت په کار کې د ګډوډۍ سازش کړی او په مجرمانه توګه یې په حکومتي چارواکو فشار اچولی و چې د صدارتي انتخاب نتیجه په بدلولو کې د هغه مرسته وکړي.

د نورو شیانو ترڅنګ د ټرمپ په ضد الزاماتو کې د ټرمپ او د هغه مشیرانو د دې خبرې ذکر هم شوی چې کانګرس ته دې د ریاستي سطح د ووټونو جعلي نتیجې وړاندې کړی شي او په چارواکو فشار دې واچول شي چې په دستاوېزانو کې دې د درغونو نه کار واخلي. په الزاماتو کې دا خبره هم شامله ده چې ټرمپ پلویانو ته حوصله ورکوله چې د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس یرغل وکړي.

دغه مقدمه په واشنګټن کې د اپیلونو عدالت اوروي چې د ټرمپ د استثنا د دعوو په سبب بیا بیا ځنډېدلې ده. ټرمپ د بالا عدالتونو نه غوښتلي چې د هغه د استثنا په مقدمه دې زر فیصله وکړي. هغه ګڼي چې د هغه په حق کې د اعلا عدالتونو د فېصلې وروسته به په زېلي عدالت کې د هغه خلاف په صدارتي د مبنیه درغلۍ د مقدمې ضرورت پاتې نه شي.

ټرمپ په مستقل ډول دا دلیل وړاندې کوي چې صدارتي استثنا مجرمانه اقدماتو ته هم غځېږي. هغه دا دریځ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل هم وړاندې کوي او وايي د صدارتي استثنا نه بغېر به د یو صدر دپاره ممکنه نه وي چې کار وکړي او امریکا به د دایمي خطر سره مخامخ کړي.

د اپیلونو په عدالت کې د ټرمپ وکیلانو دا دریځ وړاندې کړی چې صدارتي استثنا ډېره پراخه وي او که چېرې د صدارت په مهال صدر د خپل سیاسي مخالف د وژلو امر هم وکړي نو په ضد یې په مجرمانه الزامات مقدمه نه شي کېدلی تر څو چې د هغه مواخذه و نه شي او د چوکۍ نه لرې کړی شوی نه وي.

د فېبرورۍ په میاشت کې په واشنګټن په متفقه فېصله کې د ټرمپ د مکملې استثنا دلیل مسترد کړو.

ټرمپ د دغه فېصلې خلاف سپریم کورټ ته اپیل کړی دی. دا نه ده معلومه چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دلیلونو د اورېدو وروسته سپریم کورټ په دې مقدمه فېصله کله اوروي خو که څه هم د زر فېصلې امکان شته خو په دې کې میاشتې وخت لګېدلی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG