د شام صدر بشاالاسد د روس یو پارلیماني ډلې ته ویلي په هیواد یې د غربي ملکونو د مزایل حمله د تېري یو ګام و.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د شام په پایتخت دمشق کې د روس د پارلمان غړو سره د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ملاقا ت په وخت صدر بشارالاسد وویل د امریکې، برطانیې او فرانس لخوا ددوي پرضد د غلطو معلوماتو خپرولو ترڅنګ میزایل حملې شوي.
د شام صدر دفترپه یو بیان کې وویل صدر اسد د روس د پارلمان غړو ته وویل دمشق او ماسکو نه صرف د ترهګرۍ خلاف یو ځای جنګ کوي بلکه د ریاست د خپلواکۍ د تحفظ لپاره هم جنګیږي.
روس او شام د وروستۍ کیمیاي حملې رپورټونه ردوي او په واشنګټن تور لګوي چې دا په شام د حملې لپاره د یو بهانې په توګه استعمالوي.
خو د امریکې د ددفاع وزارت چارواکي وايي دوي پدې پوره باوري دي چې په ډوما ښار کې شوي یو وروستۍ حمله کې کلورین ګیس استعمال شوی او اوس هم د هغه ثبوتونو اندازه لګوي چې د سرین ګیس د موجودګۍ اړخ ته اشاره کوي. د یاغیانو د کنټرول لاندې په ډوما ښارد شام حکومت په دغه حمله کې د ۴۰ نه زیات کسان وژلی شوي او سلګونو نور ژوبل شوي.
بلخوا د برطانیې خارجه وزیر بورس جانسن ویلي د شام خلاف د نورو پوځي حملو پلان نشته خو ویلي ملک به يې د اتحادې ملکونو سره په شریکه په نورو ګامونو اخستو باندې غورکوي که چرې د شام صدر بشرالاسد په راتلونکې کې د خپلو خلکو پرضد بیا کیمیايي وسله استعمال کړه.
نوموړي د برطانیې خبري ادارې بي بي سي ته په یو مرکه کې ویلي دا وخت په مېز باندې د شام خلاف د نورو حملو کوم تجویز نشته ځکه چې د هغه په وینا د اسد حکومت دومره کم عقل نه دی چې یو بله کیمیاي حمله وکړي.
امریکې، برطانیې او فرانس دخالي په سحر وختې د شام کیمیاي وسلو په درې مرکزونو باندې د ۱۰۵ میزایلو سره حمله کړې وه چې پکې یوپه پایه تخت دمشق او دوه د شمالي لبنان سرحدي پولې سره نزدې حمس ښار سره نزدې سیمه کې دي.
د امریکې پوځي چارواکو ویلي اولنۍ اندازه ښکاره کوي چې هریو میزایل په خپل هدف لګیدلی او عامو خلکوته د څه نقصان رسولو بغیر يې د کیمیاي وسلو مرکزونه په مکمله توګه وران کړي.
خو د روس یو اعلا پوځي چارواکي د خالي په ورځ ویلي د شام هوايي دفاعي نظام، چې زیاتره د پخواني شوروي اتحاد د وسلو په دفاعې نظام بنیاد لري، د امریکې، برطانیې او فرانس لخوا ګوزار کړی شوو ۱۰۵ میزایلونو کې ۷۱ خپل هدف ته د رسیدو وړاندې په هوا کې تباه کړي.
روس د خالي په ورځ دا هم ویلي په شام باندې د غربې حملې وروستو دوي شام ته د زمکې نه په هوا کې ویشتونکي S-300 میزایل نظام ورکولو باندې غور کوي خو خبري ادارو ویلي د بشرالاسد سره د روسي پارلیماني غړو په ملاقات کې په دغه میزایل نظام باندې خبرې نه دي شوي.