لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دمشق په ختیځه برخه غوطه کې د حکومتي ځواکونو او باغیانو ترمنځ جنگ دوام لري


د بشري حقونو د څار ډلې ویلي په مشرقي غوطه کې د شام د بمبارۍ له کبله د خالي په ورځ د درې ماشومانو په ګډون ۱۸ عام کسان وژلی شوي
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي په مشرقي غوطه کې د شام د بمبارۍ له کبله د خالي په ورځ د درې ماشومانو په ګډون ۱۸ عام کسان وژلی شوي

د شام سرکاري میډیا وايي حکومتي پوځ او ایتلافي ملیشا ځواکونو په وروستي پوځي عملیاتو کې د پایتخت دمشق سره نزدې د یاغیانود کنټرول لاندې مشرقي غوطه سیمې یو شمیر کلي قبضه کړي دي.

د شام مرکزي پوځ میډیايي څانګه وايي حکومتي ځواکونو د غوطه ښار سره نزدې پراته لږترلږه شپږ کلي قبضه کړي. د شام د بشري حقونو د څار تنظیم وايي یاغي ډلو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په جوابې حمله کې شامي ځواکونه په پسپايي مجبوره کړي او یو کلی يې بېرته قبضه کړی خوجګړه لا اوس هم روانه ده.

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي د شام حکومتي ځواکونو د حملو له وجې خواو شا دوه زره خلک په خپلوکورونو پریښودو مجبوره شوي او د مشرقي غوطه په مرکزکې يې پناه اخستې.

د څارډلې مشر رمي عبدالرحمان ویلي د جیش الاسلام یاغې ډلو سره بیګاه د شپې په جګړه کې د شام حکومت ۱۲ پوځیان وژلی شوي. د جیش الاسلام ویاند حمزه بیرقدار په ټویټر ویب پاڼه لیکلي د دوي وسله والو په حکومتي ځواکونو باندې ناڅاپه حملې کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي په مشرقي غوطه کې د شام د بمبارۍ له کبله د خالي په ورځ د درې ماشومانو په ګډون ۱۸ عام کسان وژلی شوي. دوي وايي د فرورۍ ۲۵ تمې نیټې راهسې دغلته په روانو انښتوکې ۷۶ حکومت پلوه ځواکونه او د جیش الاسلام ۴۳ یاغیان وژلی شوي.

د رایټرز خبرې ادارې د ملګروملتونو د چارواکو له قوله ویلي دملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو غوطه ښار ته د مرستو ډک ګاډي اودرولي او ویلي دوی د جګړې په وخت خلکو ته امداد نشي رسولی خو زیاته کړې ضرورت مند خلکوته د امداد رسولو لپاره د مرستوډک ګادي تیار ولاړ دي.

د ملګروملتونو ترمخه په غوطه سیمه کې څلور لکه خلک خوراک، دوایانو او د ژوند نور ضروري شیانو ته ضرورت لري. سږ کال غوطا سیمې ته د ۷۲۰۰ خلکو لپاره ضروري سامان وړو اجازت ورکړی شوی.

د شام صدر بشرالاسد پلوي ځواکونو دا میاشت د هوايي بمبارۍ، د توپوډزو او راکټو سره د غوطه په سیمه پوځي عملیات شروع کړي چې پکې د رپورټونو ترمخه لرترلږه ۶۴۰ عام خلک وژلی شوي.

د جنګ ودرولو لپاره د سخت نړیوال دباو لاندې د شام ایتلافي هیواد روس تیره هفته په غوطه باندې هر ورځ د پنځه ګهنټو لپاره هواي عملیاتو اودرولو اعلان کړی وو. که څه هم په هوايي حملو کې نرمي راوستی شوې خو په ځمکه جګړه لا نوره تیزه شوې.

د شام حکومتي ځواکونو د ګېرلاندې په مشرقي غوطه کې څلولکه خلک په تیرو څو هفتو کې د شامي حکومت او ایتلافي هیواد روس د هوايي او ځمکنې حملو نه سخت اغیزمند شوي. د کال ۲۰۱۳ راهسې د حکومتي ګېرې لاندې دغه سیمه د وړاندې نه د خوراک او دوایانو د سخت کمي سره مخ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG