لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: په شام کې یو لک و شل زره کسان په خطرې کې دي


د لس ورځې مخکې تصویر: حلب ښار ته څېرمه د بېځایه شویو خلکو یو کېمپ
د لس ورځې مخکې تصویر: حلب ښار ته څېرمه د بېځایه شویو خلکو یو کېمپ

ملګري ملتونه او د مرستې کولو عالمي ادارې وایي چې څه باندې یو لک و شل زره تنان چې د جګړې له امله د شام په شمال کې له خپلو کورونو بېځایه شوي دي، دا څو هفتې د قدرتي آفتونو سره لاس او ګرېوان دي او هڅه کوي چې د سختې سړې هوا، پشکال بارانونو او سختو بادونو له نقصانه ځانونه وساتي.

ویل کیږي چې د زرګونو کسانو سره د امداد کولو لارې هم تړل شوې دي. دوی د ژمي په سختې سړې هوا کې، د ژوند اولني سهولتونه هم نلري.

د بشري امداد د چارو په برخه کې د ملگرو ملتونو دفتر (اوچا) دا حالت، تباه کن او یو ناورین بللی دی. اوچا زیاتوي، د بشري امداد ډلې هره ګېنټه په دې کوشش لګیا دي چې سېلاب وهلې او په خټو تړل شوې لارې بېرته پرانیزي او زیانمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې ورورسوي.

د اوچا ادارې ویاند، ینس لېرک وایي سختو بارانونو او قوي بادونو په شاوخوا درې سوه ځایونو کې کم از کم ۲۱۷۰۰ خیمې چې لسګونه زره کسان پکې اوسېدل، یا زیانمنې کړي او یا یې دا خیمې بیخي ورانې کړي دي. هغه دا هم ویلي چې د دې بارانونو او سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی او لږ تر لږه درې کسان ژوبل شوي دي.

د بشري امداد په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې یا اوچا ویاند ینس لېرک زیاته کړه، "زیات خلک چې مخکې هم حیران و څنګه ژوند وکړي او ډوډۍ له کومه پیدا کړي، څه خواړه او یا د کور سامان چې یې ساتلی و، هغه هم ورنه سېلابونو یووړل. د څښاک د اوبو زېرمې یې هم ککړې شوې. داسې هم شوي چې په ځینو لېرې پرتو سیمو کې ماشومان، زاړه او مېندوارې ښځې د سېلابونو په خټو کې بند پاته شوي او هوا هم ډېره ورباندې سړه شوې ده."

دا زیانمن شوي خلک په هغو اووه ویشت لاکه کسانو کې شامل دي کوم چې د شام په ادلب ښار کې د جنګونو له امله تښتېدلي او بیځایه شوي دي. په نوامبر میاشت کې د شام حکومتي عسکرو چې روس یې هم امداد کاوه، په ادلب ښار یې پوځي حملو ته زور ورکړ. ادلب په شام کې د یاغیانو وروستنی ستر مرکز ګڼل کېده.

د ملګرو ملتونو اداره وایي چې د زیاتو بمباریو او جنګونو له امله، د ډسمبر ۱۲مې نه واخله تر ۲۵مې پورې، د ادلب څه باندې دوه لکه و پنځه دېرش زره (۲۳۵۰۰۰) خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

د اوچا ویاند غږ کړ چې بین الاقوامي مرستو ته سخت ضرورت دی او زرګونه کسان چې ژوند یې له خطرې سره مخ دی، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. هغه دا هم ویلي چې تر اوسه کومه نړېواله مرسته شوې ده، هغه د موجوده حالاتو دپاره هېڅ بس نده.

د ملګرو ملتونو د امدادي چارو اداره وایي چې د فوري مرستې دپاره یې له نړېوالو نه د یو کم پنځوس میلینه ډالرو غوښتنه کړې، مګر تر اوسه یې د دې پېسو نیمایي هم ندي راجمع کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG